د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه د امریکا د مخالفت باوجود د روسي میزایلو دفاعي سیستم فعالوي


د S-400 په نامه روسي دفاعي سیستم
د S-400 په نامه روسي دفاعي سیستم

ترکیه د امریکا د متحده ایالاتو د سخت مخالفت سره سره د روسي میزایلوS-400دفاعي سیستم په ازمایشي توگه فعالوي.

د ترکيې پوځي مقاماتو ویلي چې ټاکل شوې د ترکیې هوایي پوځ د دوشنبې او سه شنبې په ورځو (نومبر ٢٥ او ٢٦) د روسيS-400دفاعي میزایلو د رادار سیستم د ازمایلو په خاطر به اف-١٦ امریکایي جت الوتکې د انقرې په فضا کې پروازونه وکړي.

له روسیې نه د روسيS-400دفاعي میزایلو د سیستم اخیستل چې واشنگټن یې د خپلو گټو په ضد گڼي د امریکا او ترکیې اړیکې خرابې کړې دي. د امریکا متحده ایالاتو ددغه کار په غبرگون کې د ترکیې سره د امریکایي اف-٣٥ جنگي جت الوتکو ټول پروگرامونه ځنډولي دي.

د S-400روسي دفاعي سیستم او اف-٣٥ امریکایي جت الوتکو په اړه بحث واشنگټن ته د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د وروستي سفر چې د نومبر په ١٣ وشو د جمهور رئیس ټرمپ او د هغه د ترکي سیال ترمنځ د خبرو عمده موضوع وه چې هیڅ ډول پرمختگ په کې ونشو.

ولسمشر ټرمپ له ښاغلي اردوغان سره په سپینه ماڼۍ کې له ملاقات وروسته وویل: "د ترکیې له لورې د روسیې څخه د پوځي پرمختللو وسایلو، لکه اس۴۰۰، اخیستلو موږ ته ډېر جدي مشکلات پیدا کړي دي. په دې هیله چې دا مسئله حل کړو ."

خو ولسمشر اردوغان ویلي چې که د امریکا د پاتریوت راکتي سیستم ارزان پریوځي،‌ د ترکیې پوځ به یې واخلي.‌ هغه هیله وښوده چې دا ستونزه به د خبرو له لارې حل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو مقام تیره اونۍ وویل چې که انقره غواړي د واشنگټن سره خپلې اړیکې ښه کړي باید د روسي میزایلو د دفاعي سیستم دستگاه بیرته روسیې ته ورکړي او یا یې له منځه یوسي.

څه موده وړاندې رسنیو رپوټ ورکړی و چې ښاغلي اردوغان د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره د سو-۵۷ او سو-۳۵ روسي جنگي الوتکو د اخیستلو په هکله خبرې کړې دي؛ هغه اقدام چې کولای شي د شمالي اتلانتیک په تړون (ناټو) کې د ترکیې غړیتوب له گواښ سره مخامخ کړي.

XS
SM
MD
LG