د لاس رسي وړ اتصالات

که په سوریې کې اوربند نه سرغړونه وشي، غچ به یې واخلم – اردوغان


د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان ویلي چې که د سوریې په ادلب ولایت کې د شوي اوربند څه سرغړونه وشوه، انقره به یې په قوي پوّځي ځواک سره ځواب ووایي.

ښاغلي اردوغان د چهارشنبې په ورځ د مارچ ۱۱ (کب ۲۱) د ترکیې په پارلمان کې وویل چې د اوربند څخه ځینې وړوکې سرغړونې شوي، خو خبرداری یې ورکړ چې د ترکیې ځواکونه به د وړوکو بریدونو ځواب په”سختو بریدونو“ ورکړي.

ترکیه په سیمه کې د سوریې د حکومت مخالفو ځواکونو ملاتړ کوي او له بلې خوا روسیه بیا د بشارالاسد په مشرۍ د سوریې د حکومت ملاتړ کوي. ترکیې او روسیې تیره اونۍ په ادلب کې ولایت کې یو اوربند باندې هوکړه کړې وه.

ښاغلي اردوغان د ترکیې د پارلمان غړو ته وویل: “د ترکیې سرتیري به هیڅکلهد ظالم اسد ملاتړ او حفاظت ته ضرورت ونه لري، دا خبره باید نړۍ ته روښانه وي”

په تیرو څو اونیو کې د سوریې حکومتي ځواکونو چې د روسیې ملاتړ ورسره دی، د ادلب ولایت نیولو لپاره بریدونه تیز کړي دي چې له کبله یې د دغې سیمې ګڼ شمیر اوسیدونکي سیمې پریښودلو ته اړ شوي دي.

ترکیه چې د اسد د حکومت مخالفینو ملاتړ کوي، په ادلب کې یې د سوریې د ځواکونو د پرمختګ مخنیوي لپاره دفاعي عملیات تر سره کړي دي .

همداراز د ترکیې د دفاع وزارت ویلي چې د اوربند په اړه د ترکیې او روسیې د چارواکو ترمنځ خبرې تر دې مهاله ”مثبتې”وې.

روسي چارواکي د سه شنبې په ورځ انقرې ته په ادلب کې د اوربند د توافقنامې په جزییاتو باندې د بحث لپاره راغلي وو. ټاکل شوې چې دغه هوکړه لیک به په راتلونکو څو ورځو کې بشپړ شي. ددغه هوکړه لیک په اساس به د ادلب د لویې لارې په شاوخوا کې د روسیې او ترکیې ځواکونه ګډې ګزمې تر سره کوي.

XS
SM
MD
LG