د لاس رسي وړ اتصالات

۷۳فیصده امریکایان اوس د اومیکرون ډوله کروناویروس په وړاندې مصوون دي 


د کرونا وبا د اومیکرون ناروغۍ څپو چې په روان ژمي کې یې په متحده ایالاتو اغیز وکړ خو په عین وخت کې پدې هیواد کې د هغه په وړاندې مقاومت هم پیاوړی شو چې پدې توګه د اټکل له مخې د کروناویروس راتلونکې څپې به په ټولنه باندې کم اغیز ولري.

د روغتیایي سرچینو د اټکل له مخې اوسمهال شاوخوا ۷۳فیصده امریکایان د اومیکرون ویروس پر وړاندې مصوون دي او ټاکل شوې چې دغه شمیره د مارچ د میاشتې تر نیمایي پورې ۸۰فیصدو ته لوړه شي.

د متحده ایالاتو شاوخوا نیمایي وګړي چې د کروناوریوس د واکیسنونو لپاره د شرایطو لرونکي دي د کرونا وبا ضد اکسین یې ترلاسه کړی دی. کارپوهان وایي د کرونا وبا ضد اقداماتو پدې هیواد کې د ناروغانو د بستري کیدو کچه راکمه کړې ده.

د متحده ایالاتو د واشنګټڼ ایالت د سیتل د ښار د پوهنتون د طبي علومو پروفیسور علی مقداد، وایي مونږ بدل شوي یو: "مونږ ددې ویروس سره مخامخ یو او پوهیږو چې څنګه یې پر وړاندې مقابله وکړو."

د کروناویرسو د هغه اوسنی متحرک ډول او یا هم راتلونکي ډولونه چې مطمینا رامنځته کیدونکي دي خطرناک مکروبونه دي. پدې ویروس لا هم هره ورځ ۱۳۰زره امریکایان اخته کیږي او هره ورځ شاوخوا ۲۰۰۰تنه پدې وجه مري او همداشان په لسګونو میلیونه امریکایان ددې ناروغۍ له ګواښ سره مخامخ دي.

خو پروفیسور مقداد وایي د کروناویروس ضد مبارزې ته خوشبین دی: "که په دوبي کې ددې ناروغۍ پیښې زیاتې هم شي، زه خوشبینه یم چې په روغتونونو کې بستري کیدل او یا مړینې نه زیاتیږي".

XS
SM
MD
LG