د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا وزارت: افغانستان کې د جنورۍ ۱۵ راپدیخوا د کرونا وبا پیښې په زیاتیدو دي 


د افغانستان سره د کروناویروس د واکسین مرستې
د افغانستان سره د کروناویروس د واکسین مرستې

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي د جنورۍ د میاشتې د پنځلسمې راهیسې پدې هیواد کې د کروناویروس پیښې مخ په زیاتیدو دي.

دغه وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۳۸۰ مثبتې پیښې ثبت کړي، چې تر ټولو زیاتې یې د کندهار په ولایت کې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژیر وویل "تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۱۶۴ مشکوکو سمپلونو د ټیست وروسته په ۱۲ ولایتونو کې د ۳۸۸ تنو پایلې مثبتې وې. په کندهار کې ۱۲۵، په میدان وردک ۵۵ پیښې، په کابل کې ۴۱، ننګرهار کې ۴۰، غزني ۳۶، تخار کې ۲۰، په پنجشیر کې ۱۹، بلخ کې ۱۷، کندوز ۱۲، په کونړ کې دوه، بامیان کې ۱۰ او په بادغیس کې ۱۲ پیښې ثبت شوي دي".

ډاکټر هژیر وویل، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۶۲ تنه د کرونا له ناروغې ښه شوي او ۵ تنه په دغه موده کې پر دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

دا وزارت وايي، چې د نوي میلادي کال ۲۰۲۲ په لومړیو پنځه اونیو کې نږدې نهه زره د کرونا د ویروس نوې پیښې یې ثبت کړي، چې دا ښيي، په افغانستان کې د کرونا ویروس څپه په چټکه توګه د خپریدو په حال کې ده.

خو د عامې روغتیا وزارت وايي، چې افغانستان کې د کرونا ویروس واکسین په زیاته اندازه شته او هڅه کوي، چې د کرونا واکسین د تطبیق د لړۍ په چټکیدو سره د دغې وبا د خپریدو مخه ونیسي.

د دغه وزارت ویاند وايي، چې اوس مهال په ۳۴ ولایتونو کې د ۳۶۱ مرکزونو له لارې هره ورځ په اوسط ډول یوولس زره کسانو ته د کرونا ویروس واکسین تطبیق کیږي.

ډاکټر هژیر وویل: "اوس مهال درې اعشاریه پنځه میلیونه ډوزه د سینوفارم، جانسن اینډ جانسن او اسټرو زینیکا واکسین په اختیار کې لرو . همداشان د شاخوا پنځه میلیونو ډوزو واسکین د برابرولو لپاره مختلفو سازمانو ژمني کړي، چې په نږدې راتلوونکي کې به افغانستان ته وسپارل شي".

د عامې روغتیا وزارت وايي، چې لا هم په افغانستان کې د کرونا د وبا د نوې بڼې اومیکرون د تشخیص امکانات یې نه دي ترلاسه کړۍ خو ډاکټر هژیر وايي د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایج او ورسره د اومیکرون د بڼې د تشخیص د امکاناتو د برابرولو ژمنه کړې چې تمه لري ژر به په افغانستان کې د دغې بڼې د تشخیص امکانات هم برابر شي.

د اګست په پنځلسمه پرافغانستان باندې د طالبانو د واک وروسته نړیوالې ټولنې د نورو برخو په څیر د روغتیا په برخه کې هم خپلې مرستې بندې کړې، چې له امله د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې روغتونونو سره هم مرستې بندې شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، چې اوس مهال د مهاجرت نړیواله اداره "آی او ایم " په کابل، هرات، کندهار، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې د کرونا د ویروس پنځه روغتونونو ته ملاتړ برابروي. همداشان دا وزارت وايي، چې د روغتیا نړیوالې ادارې "ډبلیو ایچ او" او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې "یونسیف" هم ورسره د کرونا ویروس د درملنې روغتنونو ته د ملاتړ د برابرولو ژمنې کړي دي.

XS
SM
MD
LG