د لاس رسي وړ اتصالات

اوس هم افغان ماشومان اروپا ته یواځې سفر کوي


ددغو کم عمره ماشومانو په ٦٠ یې په جرمني کې پناه غوښتې ده
ددغو کم عمره ماشومانو په ٦٠ یې په جرمني کې پناه غوښتې ده

د اروپایي ټولنې د احصایې اداره یا ایروستات رپوټ ورکړی دی چې په تیر میلادي کال کې څه دپاسه ٦٣ زره ماشومانو د کوم بل شخص له ملتیا پرته اروپا ته پناه وړې ده.

د اسوشیتدپرس اژانس د اروپایي ټولنې د احصایې د ادارې د شمیرو په بنسټ ویلي چې په اروپا کې د بې سرپرسته ماشومانو نیمایي شمیر د افغانستان او سوریې اوسیدونکي دي.

که څه هم چې د ٢٠١٥ کال په پرتله په اروپا کې د هغو ماشومانو شمیر راکم شوی چې پرته له کوم مل یې سفر کړی دی، خو د ایروستات د مقاماتو په وینا بیاهم ددغو ماشومانو د مهاجرت کچه له هغه څه اوچته ده چې هر کال دغې وچې ته سفر کوي.

ددغو کم عمره پناه غوښتونکو د دریو نه څه دپاسه دوه یې د ١٦ نه تر ١٧ کلنو پورې هلکان دي او په سلو کې لس یې د ١۴ کالو نه کم عمر لري چې په سلو کې ٦٠ یې په جرمني کې پناه غوښتې ده.

په دې ترڅ کې جرمني د پناه غوښتونکو د هڅولو لپاره چې په خپله خوښه بیرته خپلو هیوادونو ته ولاړ شي یوه ویبپاڼه جوړه کړې ده. جرمني دا کار ددې لپاره کړی چې د څه دپاسه یو میلیون مهاجرو چارې کنترول شي چې په دوو تیرو کلونو کې دغه هیواد ته تللي دي.

دغه ویبپاڼه هغو کسانو ته چې غواړي په خپله خوښه بیرته خپلو هیوادونو ته لاړ شي، د مشورتي مرکزونو، پروگرامونو او نورو مرستو په اړه معلومات وړاندې کوي.

جرمني هڅه کوي چې د سوریې مهاجرو په څیر چې له جگړې تښتیدلي، د پناه غوښتنې پروسه چټکه کړي او هغوی چې په سوریه کې د پناه اخیستنې مستحق نه دي سمدستي بیرته خپلو هیوادونو ته واستوي.

د جرمني حکومت د هغو مهاجرو د هڅونې لپاره چې په پخپله خوښه بیرته خپلو هیوادونو ته ځي، یو لړ مالي مرستې او نورې تشویقي لارې چارې په پام کې نیولې دي، خو بیا هم له جرمني خپلو هیوادونو ته د پناه غوښتونکو د خپلې خوښې ستنیدنې پروسه ورو شوې ده.

د جرمني رسنیو رپوټ ورکړی چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۸۴۶۸ پناه غوښتونکي په پخپله خوښه خپلو هیوادونو ته ستانه شوي دي. دا په داسې حال کې دي چې د تیر کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۱۳۸۴۸ کسان په پخله خوښه د جرمني نه بیرته خپلو هیوداونو ته تللي وو.

XS
SM
MD
LG