د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د قحطۍ د مخنیوي لپاره د ۱۵۰ میلیونو یورو مرسته کړې


اروپايي ټولنه وايي چې د طبیعي خطرونو په ګډون بحرانونه د افغانستان په ټولنه کې تر ټولو غریب کسان ځپي.
اروپايي ټولنه وايي چې د طبیعي خطرونو په ګډون بحرانونه د افغانستان په ټولنه کې تر ټولو غریب کسان ځپي.

اروپايي ټولنه وايي چې دغې ټولنې په افغانستان کې خرابیدونکي بشري وضعیت ته په کتنې په دغه هیواد کې د قحطۍ د خطر د مخنیوي لپاره د خپلو ذخیره شویو بیړنیو مرستو څخه افغانانو سره د ۱۵۰ میلیونو یورو مرسته ځانګړې کړې ده.

اروپايي ټولنې د دوشنبې د ورځې ناوخته جون لسم ( جوزا ۲۱) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ددغو ۱۵۰ میلیونو یورو ۱۲۶ میلیونه به یې د افغانستان په دننه او ۲۲ میلیونه نورې پیسې به په مساوي ‌ډول په ایران او پاکستان کې د بشرپاله ادارو له خوا د افغان کډوالو د خیر ښیګڼې په چارو مصرف شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ماموریت شارژدافیرې رافیلا یودیچه د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددغې نوې مرستې د اعلان پر مهال ویلي چې اروپايي ټولنه د اړتیا پر مهال د افغان میرمنو، نجونو او سړیو سره په څنګ کې ولاړه ده.

ددغې خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په افغانستان کې به د اروپايي ټولنې دا نوې مرسته به ډیرو زیاتو اړمنو کسانو او په لیرې پرتو سیمو کې چې ورته تګ راتګ سخت دی په بشري چارو په مصرف ورسیږي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "په دې مرسته کې به تمرکز د خوړو چمتو کولو، سرپناه، روغتیايي خدمتونو او د څښلو پاکواوبو او حفظ الصحې چارو ته وشي. ددې لپاره چې د ۱.۴ میلیونو نجونو په ګډون چې له ثانوي زده کړو پاتې شوي، اته میلیونه ماشومان اوځوانان د پوهنې په برخه کې مرستو ته اړتیا لري ۱۴.۵ میلیونه یورو د بیړنیو زده کړو پروګرام ځانګړې شوي دي."

اروپايي ټولنې ویلي چې د دغې ټولنې د ۱۵۰ میلیونو یورو د مرستې څخه به اوه میلیونه په پاکستان کې د افغان کډوالو او هغو ټولنو د خیرښیګڼې په چارو په مصرف ورسیږي چې افغان کډوال په کې اوسیږي. اروپايي ټولنې ویلي دا اوه میلیونه یورو به افغان کډوالو په حقوقي خدمتونو، روغتیا او خوړو د پروګرامو په مصرف شي او ددې سربیره څلور میلیونه نورې پیسې به د ناورین پر وړاندې د چمتووالی په پروګرامونو مصرف شي.

همداشان دغې ټولنې ویلي چې په ایران کې به ۱۰.۲۵ میلیونه یورو د افغان کډوالو او په هغو سیمو کې چې میشت دي د سیمه ییزو وګړو د خیر ښیګڼې په چارو مصرف شي. اروپايي ټولنې ویلي چې دا پیسې به د افغانستان په دننه او بهر کې د بشرپاله شریکانوادارو له لارې په مصرف ورسول شي.

د دوشنبې په ورځ په بروسلز کې د اروپايي ټولنې له خوا په افغانستان کې د خوړو او روغتیايي اړتیاو په اړه د یو بحث پر مهال ددغې نوې مرستې په اړه ددغې ټولنې د بحران د مدیریت کمیشنر ینز لنارچیچ ویلي: "د افغانستان خلک اوسمهال په نړۍ کې یو ترټولو خراب بشري ناورین سره مخ دي. ددغه هیواد له ۵۰ فیصدو څخه زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او د ۸۵ فیصدو څخه زیات وګړي په لوږه کې ژوند کوي. دا خورا زیاته مهمه ده چې نړۍ دغه روان بیړني حالت ته شاه ورواړوي. د نړیوالې بشري ټولنې سره یو ځای اروپايي ټولنه د اړمنو افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي."

د اروپايي ټولنې د بحران د مدیریت کمیشنر په افغانستان کې د روان کال د اپریل د میاشتې سیلابونو ته په اشارې وویل:" په دغه ګواښوونکي او ناڅرګند وخت کې مونږ په دغه هیواد [ افغانستان] کې خلکو ته، خپلو بشري اصولو له مخې او د عملیاتو په بهیر کې د مرستې رسونې کارکوونکو ګواښونو ته د ځواب ویلو لپاره د ملاتړ د برابرولو په تړاو خپلې ژمنې تکرار کوو".

اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې افغانستان لا هم په نړۍ کې په پراخه کچه د بشري بحران تر اغیز لاندې دی او په دغه هیواد کې له ۲۳.۷ میلیونو زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

اروپايي ټولنې په دغه خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د قحطۍ وضعیت خطر ریښتینی او جدي دی.

له ۱۵ میلیونو څخه زیات افغانان د خوړو د خوندیتوب په برخه کې په جدي ډول خوندي نه دي، که چیرې شته پرمختګ معکوس نشي کیدای شي چې قحطۍ حالت په ځینو سیمو کې رامخې ته شي.

اروپايي ټولنې په دغه خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د پنځه کلنو څخه د کم عمر ماشومانو د ضایع کیدو او لنډې مودې ودې د کړیدو کچه په نړۍ کې تر ټولو زیاته ده، په داسې حال کې اساسي روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي کچه هم ډیره محدودوه ده.

همداشان اروپايي ټولنې ویلي چې افغانستان د هغو هیوادونو په ډله کې چې د طبیعي خطرونو سره مخ دي او په نړۍ کې دا هیواد دوېیم هیواد دی چې د اقلیم بدلون د وچکالۍ او سیلابونو په بڼه خطرونه لا خطرناک کړي دي.

اروپایي ټولنې په دغه خبرپاڼه کې ویلي چې د روان کال په پسرلي کې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۴ ولایتونو په ځانګړي ډول په شمالي ولایتونو کې خلکو ته ډیر زیانونه ورسول. دا ټولنه وايي په افغانستان کې د روان بحران څپې په ایران او پاکستان باندې هم منفي اغیزه کړې ده.

اروپايي ټولنه وايي چې د طبیعي خطرونو په ګډون بحرانونه د افغانستان په ټولنه کې تر ټولو غریب کسان ځپي.

اروپايي ټولنې ددغې نوې مرستې دمخه هم افغانستان کې د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د میاشتې د هرات ولایت د زلزله ځپلو ته او د پاکستان څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو سره لسګونه میلیونو یورو مرستې کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG