د لاس رسي وړ اتصالات

میانمار کې خونړۍ ورځ؛ ۳۹ تنه اعتراض کوونکي وژل شوي 


په میانمار کې د امنیتي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه ۳۹ اعتراض کوونکي وژل شوي دي.

د رویترز اژانس د بندیانو سره د مرستې لپاره د بشري حقونو د سازمان له خولې خبر ورکړی چې ۲۲ تنه اعتراض کوونکي په هیانګتایا سیمه کې د امنیتي قواو په ډزو کې وژل شوي دي.

ددغه تاوتریخوالي عمده برخه د میانمار د پلازمینې یانګون په شاوخوا سیمه کې شوی چې چیني کارخانې په کې پرتې دي. چین د میانمار د پوځي حکومت ملاتړی ګڼل کیږي.

د میانمار د پوځي حکومت د تلویزیون د رپوټ له مخې دغه نښته وروسته له هغې وشوه چې اعتراض کوونکو د کالیو جوړولو څلور کارخانې او د کیمیاوي سرې یوه کارخانه وسوزوله.

د رویترز اژانس ددغه تلویریون د رپوټ په اساس ویلي چې شاوخوا دوه زره تنو اعتراض کوونکو د اوروژنې د عملې پر وړاندې سړکونه تړلي وو چې د اور سیمې ته د رسیدو مخه یې ونیول شي.

خو بیا هم د میانمار د پوځي حکومت ویاندویانو ددغې پیښې په اړه جزییات ندي څرګند کړي.

دغه تاوتریخوالی د د فبرورۍ د میاشتې د لومړۍ نیټې د پوځي کودتا راهیسې په میانمار کې تر ټولو خونړی ګڼل شوی دی.

په میانمار کې اعتراضونه اوه اوونې مخکې وروسته له هغې پیل شول چې کودتاچیانو ددې هیواد مشره انګ سان سوچي او نور حکومتي مشران بندیان کړل.

پدغه موده کې د میانمار د پوځي حکومت د تلویزیون د رپوټ له مخې امنیتي ځواکونو ۱۲۶ کسان وژلي او ۲۱۵۰ تنه یې بندیان کړي دي.

XS
SM
MD
LG