د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره پراخ اقدامات کړي


جرمني د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په هدف د دوشنبې په ورځ له فرانسې، اتریش او سویس سره خپله پوله تړلې ده.

د فرانسې ولسمشر ایمانول مکرون دا تدابیر د کرونا وایروس په وړاندې مبارزه بللې ده:" ما پریکړه کړې چې نور د خپل تگ راتگ او د یو بل سره د تماس د کمولو لپاره کلک تدابیر او اقدامات وکړو. دا اقدامات به ماسپښین څخه پیلیږي او لږترلږه د 15 ورځو لپاره به زموږ تگ راتگ ډیر محدود وي."

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په نورو هیوادونو کې بند پاتې جرمن به بیرته هیواد ته راستانه کړي. جرمني په کرونا ویرس شپږ زره اخته کسان لري چې پکې د پرون په پرتله اوه سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وویل: " مونږ د خپل توان په اندازه هڅه کوو څو زرگونه جرمنانو ته چې په نورو هیوادونو کې دي په راتلونکو څو ورځو کې بیرته جرمني ته د ستنیدو لار برابره کړو."

په ایټالیا کې د دوشنبې په ورځ د کورونا ویروس له کبله په یوه ورځ کې د مړینو تر ټولو لوړ شمیر ثبت شو چې د شاوخوا ۳۵۰ کسانو د مړینې خبر ورکړ شو.

په ایټالیا کې په کرونا وایروس د اخته کسانو شمیر څه باندې ۲۸ زره تنو رسیږي.

د کرونا ویروس له امله د اروپا اکثره هیوادونه بیړنۍ وضعیت اعلان کړې او په زرگونه خلک په پخپلو کورونو کې قرنطین دي.

د کرونا له امله رامنځ ته شوی ناورین د ولسونو د ژوند ډیرې برخې یې اغیزمن کړې دي. د والستریت د اسهامو بازار د بیړنۍ مرستې سربیره چې اعتماد ترلاسه کړي، د 1987 کال د اقتصادي بحران وروسته د لومړي ځل لپاره څه د پاسه ۱۲ سلنه ښکته شو.

په استرالیا کې نن سه شنبې د خوراکي توکو یو پلورنځی په ځانگړي توگه یوازې د ډیرعمر لرونکو خلکو لپاره پرانیستل شو.

ښایي د اروپایي فوتبال اتلولۍ لوبې چې د ۱۲ هیوادونو ترمنځ سره کیږي هم د کرونا ویروس د خپریدو له ویرې وځندول شي.

XS
SM
MD
LG