د لاس رسي وړ اتصالات

د جولان غونډیو په اړه د ټرمپ په څرگندونو پراخ انتقادونه شوي


د امریکا د متحده ایالاتو د یو شمیر متحدینو په گډون مختلفو هیوادونو د امریکا د جمهور رئیس پر څرگدنونو انتقاد کړی چې وایي د جولان په غونډیو د "اسرائیل د ملکیت حق" باید په رسمیت وپیژندل شي.

جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ تیره ورځ په ټویټر ولیکل چې "د ٥٢ کلونو له تیریدو وروسته امریکا ته اوس پکار ده چې د جولان په سیمه د اسرائیل ملکیت ومني. دغه سیمه د اسرائیل د امنیت لپاره او په ستراتیژیکه توگه ډیره مهمه ده."

اروپایي ټولنې د جمعې په ورځ (مارچ ٢٢) د جولان غونډۍ یوه "اشغال شوې سیمه" وگڼله او وویل چې د اروپایي اتحادیې موقف پدې هکله ندی بدل شوی.

د اروپایي اتحادیې ویاند ټینگار وکړ چې نړیوالو قوانینو ته په پاملرنې د جولان پر لوړو د اسرائیل د حاکمیت ادعا په رسمیت نه پیژني.

سربیره پردې ایران، روسیې، ترکیې او سوریې هم د ښاغلي ټرمپ په څرگندونو سخت غبرگون ښودلی دی.

روسي مقاماتو ویلي دي چې دغه څرگندونې "د سیمې ثبات ته سخت تاوان رسوي."

ایران دغه څرگندونې "غیرقانوني" او "د نه منلو وړ" گڼلي دي او ترکیې اعلان کړی دی چې انقره به دې ته اجازه ورنکړي چې د جولان د لوړو اشغال ته "مشروعیت" ورکړل شي.

اسرائیل د ١٩٦٧ میلادي کال په جگړه کې د جولان لوړې چې د سوریې د خاورې یوه برخه وه ونیولې او په ١٩٨١ کال کې یې دغه سیمه چې ستراتیژیک اهمیت لري د خپلې خاورې سره یوځای کړه.

نړیواله ټولنه د جولان لوړې د منازعې وړ سیمه گڼي او تر اوسه یې پر دې سیمې د اسرائیل د حاکمیت ادعا په رسمیت نده پیژندلې.

جمهور رئیس ټرمپ دغه څرگندونې امریکا ته د اسرائیل د صدراعظم له سفر نه یوه اونۍ مخکې کړیدي.

XS
SM
MD
LG