د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه سوریې ته د میزایلو دفاعي سیستم ورکوي


د اس ٣٠٠ ډوله میزایلو سیستم
د اس ٣٠٠ ډوله میزایلو سیستم

د روسیې د دفاع وزیر سرگې شویگو نن د دوشنبې په ورځ (سپتمبر ٢۴) وویل چې هیواد یې د دوو اونیو په ترڅ کې د سوریې حکومت ته د اس ٣٠٠ ډوله میزایلو سیستم ورکوي.

د هغه په وینا دغه سیستم به په پوره اندازه د سوریې د پوځ جنگي قابلیت لوړ کړي".

روسیه دغه کار یوه اونۍ وروسته له هغې کوي چې کرملین په سوریه کې اسرائیل په غیر مستقیمه د یوې روسي پوځي الوتکې په پرزولو باندې تورن کړ، دا ځکه چې ددغې پیښې پر وخت اسرائیلي الوتکو د سوریې دننه د هغه هیواد ځنې سیمې بمبارد کړې. په سوریه کې د روسي پوځي الوتکې په پرزیدو کې تیره اونۍ ١٥ روسي پوځیان ووژل شوي وو.

ښاغلي شویګو ویلي چې دغې پیښې مسکو اړ کړ چې "په سوریه کې د میشتو روسي پوځیانو د امنیت په خاطر چې د نړیوال تروریزم پر ضد جنگیږي پوره تدابیر" ونیسي.

ښاغلي شویاگو زیاته کړه چې "د اس ٣٠٠ دفاعي میزایلو عصري سیستم به د سوریې وسله وال پوځ ته د دوو اونیو په ترڅ کې ولیږدول شي".

له دې دمخه اسرائیل په وار وار د سوریې پوځ ته د روسیې له خوا ددغو میزایلو له ورکولو سره مخالفت کړی و. خو روسیې چې د بشارالاسد له رژیم نه ملاتړ کوي ویلي دي چې د سوریې هوایي پوځ په روسي راهدار او کشف په سیستم سمبالوي چې روسي الوتکې وپیژني او پر هغو برید ونه کړي.

اس ۳۰۰ میزایل چې لنډه او متوسطه فاصله ویشتلای شي او په اسانۍ سره پر یوې ځانگړې نقلیه وسیلې باندې نصب او هر چیرته لیږدول کیدای شي د جنگي الوتکو د ویشتلو لپاره جوړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG