د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې اسرائیل د سوریې د حاکمیت په ماتولو تورن کړ


پوتین له نتنیاهو غوښتي چې په آینده کې دې د دا ډول پېښو مخه ونیسي
پوتین له نتنیاهو غوښتي چې په آینده کې دې د دا ډول پېښو مخه ونیسي

په سوریې کې د روسیې یوه الوتکه غورځول شوې او اسرائیل او امریکا يې په اړه خواشینې ښودلې ده.

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین ویلي دي چې پر سوریې د اسرائیلو هوايي بریدونه د سوریې حاکمیت ترپښو لاندې کوي. کرملین په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلي پوتین دا خبره د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته کړې ده.

د اعلامیې له مخې ښاغلي پوتین ویلي دي چې د خطرناکو پېښو د مخنیوي په اړه د اسرائیلو پوځ د روسیې-اسرائیل ترمنځ تړون له پامه غورځولی چې له کبله یې یوه روسۍ الوتکه غورځولې ده. نوموړي له ښاغلي نتنیاهو څخه غوښتي چې په راتلونکي کې دې د دا ډول پېښو مخه ونیسي.

په همدې حال کې د روسیې د باندنیو چارو وزارت په مسکو کې د اسرائیلو سفیر ته ویلي چې روسیه به په سوریه کې د خپلو ځواکونو د ساتلو لپاره هر اړین اقدام وکړي.

دغه وزارت هم اسرائیل تورن کړي چې پر دمشق هوايي بریدونو د سوریې ځواکونه اړ کړي چې په ناغلطۍ د روسيې الوتکه نسکوره کړي.

امریکا هم په سوریه کې د روسیې د الوتکې غورځول د اندېښنې وړ بللې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي دي چې دا پېښه ښيي چې باید د سوریې کړکیچ ته دې یو دایمي، سوله ایز او سیاسي حل پیدا شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدغه راز له ایران څخه سوریې ته د وسلو انتقال د سیمې امنیت او ثبات ته ګواښ ګڼلی دی. روسیه او ایران د بشارالاسد کلک ملاتړي دي خو امریکا بیا د رژیم د مخالفانو ننګه کوي.

XS
SM
MD
LG