د لاس رسي وړ اتصالات

نیکلاسن: پاکستاني چارواکو سره مې افغاستان کې د یو ټولشموله حکومت په اړتیا خبرې کړي


د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن وايي، پاکستاني چارواکو سره یې په افغانستان کې د بشري وضعیت او پر میلیونونو افغانانو د طالبانو له خوا په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار د بندیز د اغیزو او د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو په اړتیا خبري کړي دي.

توماس نیکلاسن د پنجشنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ دوهم ( سلواغې ۱۳) د خپل ټویټر په پاڼه په څو پرله پسې ټویټونو کې لیکلي، چې د طالبانو د حکومت له خوا په غیر دولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار د بندیز پریکړه به تر ټولو زیاته اغیزه پر ښځو او ماشومانو باندې، چې د بل هر وخت څخه زیات مرستې ته اړتیا لري، وکړي.

ښاغلي نیکلاسن ویلي: "همدارنګه مونږ د یو ټولشموله حکومت د اړتیا په اړه، چې بشري حقونو او مدني ازادیو ساتنه وکړي بحث وکړ. زه د ښځو د زده کړو او کار د حقونو په اړه د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د سازمان د څرګند دریځ هرکلی کوم".

د اروپايي ټولنې د استازي له خوا په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړیدو د غوښتنې وړاندې هم د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو څخه دغسې غوښتنې شوي، خو طالبانو تر اوسه دغو غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

د طالبانو د حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي، چې حکومت یې ټولشموله دی او لا هڅه کوي، چې حکومت یې نور هم ټولشموله شي.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو د مسلې یادونه هم کړې او ویلي دي، چې اصلا دا مسله مطرح نه ده.

ښاغلي نیکلاسن ویلي: "په داسې حال کې، چې مونږ د افغانستان د منزوي کیدو هیله نلرو، خو د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو مسله هم مطرح نه ده. مونږ د افغانانو سره د مرستې لپاره د سیمې او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ګډ کار د اړتیا په اړه موافق و".

د طالبانو حکومت، چې د روانې میلادي میاشتې په پنځلسمه یې په واک کې یونیم کال پوره کیږي تراوسه هیڅ کوم هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت رسمیت پیژندل ددغې ډلې له خوا د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او قومي اقلیتونو حقونو ته درناوي او هم د تروریستي ډلو سره د اړیکو پرې کولو پورې مربوط کړي دي.

توماس نیکلاسن ویلي، چې پاکستان ته د خپل دغه درې ورځیني سفر په ترڅ کې یې ددغه هیواد د پوځ د لوی درستیز جنرال سید عاصم منیر په ګډون د یو شمیر پاکستاني چارواکو، د پارلمان د غړو، د مدني ټولنې د غړو، د څیړنیزو مرکزونو د او امنیتي کارپوهانو او خبریالانو سره د پیښور د وروستۍ تروریستي پیښې په ګډون په امنیتي مسلو، چې د ښاغلي نیکلاسن پر وینا په افغانستان کې د تروریزم د ګواښ او د پاکستان په ګډون ددغه هیواد ګاونډیانو ته یوه غمژنه یادونه ده خبرې کړي دي.

د پاکستان د خیبرپښتونخوا د ایالت د پیښور په ښار کې د پولیس لین د مرکز سره نږدې په یو جومات کې د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۳۰ ( سلواغې ۱۱) یو ځانمرګي بریدګر په برید کې لږترلږه سل تنه ووژل شو او په لسګونو نور ټپیان شول.

د اروپايي ټولنې دغه استازي په داسې حال کې پاکستان سفر کړی، چې د همدې اونۍ په سر کې افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ هم اسلام اباد ته سفر کړی او د پاکستان د پوځ د لوی درستیز په ګډون یې د یو شمیر پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په وضعیت خبرې کړې وې.

XS
SM
MD
LG