د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه وایي د طالبانو د محدودیتونو سره سره، افغانستان نه ترک کوي


طالبانو تیر کال د ډسمبر په میاشت کې په غیر حکومتي ملي او نړیوالو مؤسسو کې د میرمنو په کار کولو بندیز ولګاوه.
طالبانو تیر کال د ډسمبر په میاشت کې په غیر حکومتي ملي او نړیوالو مؤسسو کې د میرمنو په کار کولو بندیز ولګاوه.

د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال وایي چې د طالبانو لخوا په افغانستان کې په غیر دولتي ملي او نړیوالو مؤسسو کې د میرمنو په کار کولو د بندیزونو او محدودیتونو سره سره به د دې نړیوالې ادارې بشري مرسته کوونکي افغانستان پرې نږدي.

مارټین ګریفتیس په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د وضعیت په هکله په غونډې کې وویل، " بشري ټولنه د کار نه کولو اعتصاب نکوي".

طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴ مې په افغانستان کې په غیر دولتي ملي او نړیوالو ادارو کې د میرمنو په کار کولو بندیز ولګاوه او له همدې سره یو شمیر نړیوالو خیریه مؤسسو هم په افغانستان کې خپل فعالیت وځنډاوه.

مارټن ګریفیتیس چې تیره اوونۍ یې په کابل کې د ګڼ شمیر غیر دولتي مؤسسو د پلاوي سره یو ځای د طالبانو جګپوړو چارواکو سره کتلي خبریالانو ته وویل چې په غیر دولتي ملي او نړیوالو مؤسسو کې د میرمنو په کار د بندیز له کبله ښایي دا اداره ونشي کړی خپلې چارې پر مخ یوسي.

هغه زیاته کړه، " تیر ژمی مونږ وکړی شو چې وپایو خو زه نه پوهیږم چې مونږ به تل داسې وکړی شو، په ځانګړې توګه د دې بندیزونو له کبله."

طالبانو د میرمنو او نجونو لپاره د پوهنې او کار کولو په برخې کې محدودیتونه او بندیزونه موقتي بللي او ویلي یې دي چې د دې ستونزې په حل کار روان دی.

خو بل پلو بیا د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د روان وضعیت په اړه د یوې بیړنۍ غونډې په ترڅ کې د طالبانو له لوري په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړې او د ښځو په کار باندې بندیزونه له اسلامي قانون سره په ټکر کې ګڼلي دي.

مارټن ګریفیتیس چې تیره اوونۍ یې په کابل کې د ګڼ شمیر غیر دولتي مؤسسو د پلاوي سره یو ځای د طالبانو جګپوړو چارواکو سره کتلي خبریالانو ته وویل چې په غیر دولتي ملي او نړیوالو مؤسسو کې د میرمنو په کار د بندیز له کبله ښایي دا اداره ونشي کړی خپلې چارې پر مخ یوسي.

هغه زیاته کړه، " تیر ژمی مونږ وکړی شو چې وپایو خو زه نه پوهیږم چې مونږ به تل داسې وکړی شو، په ځانګړې توګه د دې بندیزونو له کبله."

د ملګرو ملتونو دې جګپوړي چارواکي وویل په کومو ځایونو کې چې طالبانو میرمنو ته د کار کولو لپاره استثنات ورکړي دا اداره به خپل کار ته دوام ورکړي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري ناورین سره د مبارزې لپاره ۴.۶ ملیارده ډالر غوښتي دي. دې ادارې ویلي چې پدې مرستو سره به ۲۸ ملیون افغانانو ته مرستې برابرې شي چې د ښاغلي ګریفتیس په وینا ۶ ملیونه یې قحطۍ ته نږدې دي.

ملګرو ملتونو تیر کال په افغانستان کې د خلکو سره د مرستو لپاره ۴.۴ ملیارده ډالر غوښتي و چې بسپنې ورکوونکو هیوادونو وکړی شو د دې مرستو نږدې ۶۰ په سلو کې برخه برابره کړي.

خو په میرمنو د طالبانو د پرله پسې بندیزونو او محدودیتونو په نظر کې نیولو سره، څرګنده نده چې دا ځل به مرسته کوونکي هیوادونه تر کومه حده د ملګرو ملتونو غوښتنه پر ځای او دا مرستې برابرې کاندي.

متحده ایالاتو، اروپایي هیوادونو او نورو بسپنه ورکوونکو د څه باندې یو کال راپدیخوا چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړی، لا یې هم د دې ډلې حکومت په رسمیت ندی پیژندلی، بندیزونه یې پرې لګولي او دا خبرداری یې هم ورکړی چې د میرمنو پر ضد پالیسۍ به د دې ډلې لپاره ګرانې تمامې شي.

امریکا پدې تیرو ۱۸ میاشتو کې نږدې ۲ ملیارده ډالر بشري ادارو او ملګرو ملتونو ته ورکړي چې په افغانستان کې پرې خلکو ته بشري مرستې برابرې کړي.

په عین حال کې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي مفتش (سیګار) پخپل تازه راپور کې ویلي چې د میرمنو پر ضد د طالبانو همدا کړنې د پالیسي جوړونکو لپاره مهمه پوښتنه ده چې آیا د افغانستان سره مرستې پداسې توګه امکان لري او که نه چې ګټه یې طالبانو ته ورسیږي.

د سیګار په راپور کې ویل شوي چې طالبان د مرسته شویو پیسو څخه مالیه، د جواز فیس او اداري لګښتونو له کبله یوه برخه تر لاسه کوي.

جرمني او نورو سترو بشري مرسته کوونکو هم اندیښنه ښودلې چې آیا افغانستان ته د مرستو لیږل پرته لدې چې د طالبانو لخوا د بشري حقونو سرغړاونې په پام کې ونیول شي، امکان لري که نه.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې د بشري مرستو په رسولو کې د میرمنو په کار کولو په بندیزونو او محدودیتونو خبر دي او دا چې دا بندیزونه د بشري مرستو د اصولو څخه سرغړاونې دي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې د مرستو د بیلوالي لپاره باید د بشري مرستو اصول مراعت شي.

دې وزارت ویلي چې فدرالي حکومت د طالبانو پدې چلند بحث کوي.

سویډن هم چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د افغانستان سره نږدې ۳۲ ملیونه ډالر بشري مرستې کړي ویلي چې سږ کال به همدومره پیسې ورکوي خو پریکړه به یې د مارچ په میاشت کې کیږي.

په ملګرو ملتونو کې د سویډن استازې ربیکا هیدلوند پدې هکله امریکا غږ ته وویل، "هیله لرو چې طالبان به خپل امر بیرته واخلي ځکه چې دا د بشري مرستو د رسولو لپاره یو مهم خنډ دی".

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزرات تر اوسه پدې هکله څه ندي ویلي چې آیا د طالبانو تر کنټرو لاندې افغانستان ته بشري مرستو کموي یا بندوي که نه.

XS
SM
MD
LG