د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: سږ کال افغانستان کې ۲۸ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، روان ۲۰۲۳ میلادي کال په دغه هیواد کې ۲۸.۳ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا د جمعې په ورځ جنورۍ ۲۰ (مرغومې ۳۰) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر نسبت تیرو پنځو کلونو ته ۳۵۰ سلنه زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هغمږۍ ادارې زیاته کړې: "په ۲۰۲۳ میلادي کال کې په افغانستان کې ۲۸.۳ میلیون کسان حیاتي مرستو ته اړتیا لري، دا یوازي په تیرو پنځو کلونو کې ۳۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي."

د ملګرو ملتونو په وینا اقتصادي زوال، اقلیمي تغیرات، لوږه او د جګړو دوام په دغه هیواد کې د اړمنو کسانو د زیاتېدو له اساسي لاملونو څخه دي چې بشري مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د لوږې او فقر د کچې زیاتېدو په اړه د اندېښنو په زیاتېدو سره هم مهاله، په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان په کابل کې اړمنو کسانو ته د غذايي موادو وېشلو بهیر پیلېدو خبر ورکړی دی.

یاد سازمان زیاته کړې دغه پروژه چې د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان خیره مرکز لخوا تمویلیږي د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۸۴زره کسان تر پوښښ لاندې راولي.

د اسلامي همکاریو سازمان په وینا دوی به افغانستان کې اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

پر همدې مهال د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار لپاره د طالبانو والي له مرستیال سره لیدنه کې ویلي چې ملګرو ملتونو په ۲۰۲۲ میلادي کال کې ۲۳ میلیونه افغانانو ته بشري مرستې رسولي دي.

نوموړي زیاته کړې چې یاد سازمان په ۲۰۲۳ میلادي کال کې هم له دې زیاتو اړمنو افغانانو سره د مرستې پلان لري.

د څه باندې یو کال په تېرېدو سره پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته له غه هیواد سره د نړیوالې ټولنې مرستو بندېدو او اقتصادي بندیزونو له د بشري بحران په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي وو، چې د هوا په سړېدو سره په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۴،۴ میلیونه وګړي په ناهیلۍ کې ژوند کوي.

اوچا د نومبر په ۲۲ (لیندۍ اول) په یو ټویټ کې ویلي وو چې اوس مهال زیات شمیر اړې کورني خورا سړه هوا تجربه کوي او هغوی بیړنو مرستو لکه ګرمې جامې، سرپناه او د تودوخې لپاره نغدي پیسو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG