د لاس رسي وړ اتصالات

یونان کې ایسارو کډوالو په کاروبار لاس پورې کړی


د یونان او مقدونیا ترمنځ په پوله د ایډومیني په کمپ کې شاوخوا ١٠٠٠٠ پناه غوښتونکي لویدیځې اروپا ته د تللو په هیله ژوند کوي.
د یونان او مقدونیا ترمنځ په پوله د ایډومیني په کمپ کې شاوخوا ١٠٠٠٠ پناه غوښتونکي لویدیځې اروپا ته د تللو په هیله ژوند کوي.

د مقدونیا سره په پوله په یونان کې ځينو ایسارو مهاجرو د ژوند د بقا په خاطر دکاندارۍ ته مخه کړې ده.

د یونان او مقدونیا ترمنځ په پوله د ایډومیني په کمپ کې شاوخوا ١٠٠٠٠ پناه غوښتونکي لویدیځې اروپا ته د تللو په هیله ژوند کوي.

د ایډومیني کمپ چې د اروپا د مهاجرو تر ټولو ستر استوگنځای دی په کې په عمومي توگه سوري، عراقي او افغان کډوال اوسیږي.

د مهاجرو پر مخ د بالکان هیوادونو د پولو له تړلو وروسته، په زرگونو پناه غوښتونکي چې غوښتل یې د جرمني په څیر اروپایي هیوادونو ته ځان ورسوي، په یونان کې ایسار پاته شول.

٣٥ کلنه عراقۍ صایمه یوه له هغو مهاجرو ده چې په ایډومیني کمپ کې خپلې پخې کړې ډوډۍ پلوري. هغه په دغه کمپ د ورځې شاوخوا سل ډوډۍ خرڅوي. د صایمې ١٧ کلنه لور ساون وایي "څو اونۍ مخکې کله چې پیسې خلاصې شوې زما کورنۍ بله چاره نه درلوده نو دا کار یې پیل کړ".

په ایډمیني کمپ یوه کوچنۍ سوداگري
په ایډمیني کمپ یوه کوچنۍ سوداگري

په دې کمپ کې روانې اوبه نشته خو لږ تر لږه د سلمانۍ اته دکانونه لري. همداشان په دې ځای کې مهاجرو درې جوماتونه، یو وړوکتون او یو ښوونځی جوړ کړی.

په ایډومیني کې د ملگرو ملتونو د مهاجرو د سیمه ییز ماموریت مشر مارکو بونو وایي دا سوداگریزې هڅې ددې ښکارندوی ده چې ښایي دغه پوله به همداسې تړلې پاتې شي.

ښاغلی بونو زیاتوي "دغه ابتدایي سوداگریزې هڅې د مارچ په پای کې پیل شوې... دلته مسلکي کسان شته چې غواړي خپلې ټولنې او کورنۍ ته موثر تمام شي او هم پیسې ترلاسه کړي".

ددې کمپ یو ښوونځی
ددې کمپ یو ښوونځی

د یوناني چارواکو د پرله پسې غوښتنې سره سره د ایډومیني اکثر مهاجر نه غواړي چې له دې ځایه وخوځیږي. کیکو نومي سوري مهاجر چې په دمشق کې د ریاضي او فزیک ښوونکی و وایي تر هغه به دلته پاته شي تر څو چې جرمني ولاړ شي. هغه زیاتوي "که مونږ له ایډومیني نه ووځو، نړۍ به مونږ هیر کړي".

XS
SM
MD
LG