د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي پارلمان: افغانستان کې د نجونو پر زده کړو محدودیتونه باید لغوه شي


افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د بند پاتې کیدو په دوام د اروپايي ټولنې پارلمان د طالبانو څخه غوښتي، چې د نجونو پر زده کړو باندې لګیدلي بندیزونه دې پای ته ورسوي او هغوی ته دې د زده کړو اجازه ورکړي.

اروپايي پارلمان د پنجشنبې د ورځې ناوخته اپریل اوم ( حمل۱۷) په یو پریکړه لیک کې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز وغانده او د زده کړو پر روان وضعیت ژور خفګان څرګند کړ.

طالبانو حکومت د خپلو ژمنو پرخلاف د روانې میاشتې حمل په درییمه د نوي تعلیمي کال د پیل په لومړۍ ورځ افغانستان کې تر نامعلومې مودې پورې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د بند پاتې کیدو اعلان وکړ.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویلي، چې د اسلام مقدس دین د اساساتو او افغاني فرهنګ سره د برابرې یوې طرحې تر جوړیدو پورې به د اوم ټولګي څخه تر دولسم پورې د نجونو ښوونځي تر امرثاني پورې بند پاتې شي.

اروپايي پارلمان په دې پریکړه لیک کې ویلي، چې دمخه طالبانو زده کړو ته د ټولو افغانانو لاس رسي په برخه کې ژمنه کړې وه.

همدا راز د اروپايي ټولنې پارلمان افغانستان کې د ښځو او نجونو مخ په خرابیدونکي وضعیت باندې خواشیني څرګنده کړې او ویلي دي، چې طالبانو زیات تمرکز د ژوند له ټولو برخو د ښځو ګوښه کول دی، چې د ښځو د تعلیم، کار، سفر او روغتیايي خدمتونو ته لاس رسي په ګډون د ښځو حقونو څخه د طالبانو د ډلې انکار د غندنې وړ دي.

د اروپايي ټولنې په دې پریکړه لیک کې ویل شوي" د اروپايي پارلمان استازي د هغو نجونو او ښځو د میړانې ستاینه کوي، چې د دغو محدودیتونو پر وړاندې یې په واټونو کې لاریونونه کړي او د اروپايي ټولنې او د دغې ټولنې د غړو هیوادونو څخه غواړي چې افغانستان کې ښځو د حقونو د فعالانو څخه خپل ملاتړ زیات کړي".

په دې وروستیو اونیو کې په افغانستان کې طالبانو له خوا د نجونو د ښوونځیو بندیدو ته په نړیواله کچه غبرګونونه ښودل شوي دي.

ملګروملتونو او د امریکا متحده ایالاتو هم افغانستان کې د طالبانو له خوا د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو تړلو باندې خواشیني څرګنده کړې او د طالبانو دا اقدام یې د دغې ډلې د ژمنو او څرګندونو سره په تناقض کې ګڼلي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان هم د طالبانو له خوا د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو تړلو باندې ژوره اندیښنه ښودلې او دا پریکړه یې د بشري اساسي حقونو څخه سرغړونه بللې ده.

طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلنو ترمنځ افغانستان کې د واکمنۍ پر مهال هم ښځې د کار او زده کړو له حقونو څخه محرومې کړې وې او پر هغوی یې له کور بهر د حجاب د اغوستلو ترڅنګ د سفر پر مهال د محرم شتون شرط هم ایښی وو.

XS
SM
MD
LG