د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: پر طالبانو فشار راوړو چې د بشري حقونو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي 


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وایي امریکا به پر طالبانو فشار راوړي چې دا ډله د بشري حقونو په هکله په خپلو ژمنو وفا وکړي او د افغانو میرمنو او نجونو حقونو ته په ځانګړې توګه د هغوی د زده کړو حق ته درناوی وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ناوخته مارچ ۳۱ (وري ۱۱) د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبرداری ورکړ چې که طالبان پدې هکله ځوابګویه ونه اوسي, ددې وضعیت دوام به د افغانستان اقتصادي ودې، د نړۍ سره د تعامل لپاره د طالبانو په هڅو او ددې هیواد خلکو ته تاوان ورسوي.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو چې پر ښځو او نجونو باندې یې زیات شمیر محدودیتونه لګولي دي, د بشري حقونو د دفاع زیات شمیر بنسټونو دا ډله د بشري حقونو څخه په پراخو سرغړونو تورنه کړې ده.

په یو تازه مورد کې دې ډلې د خپلو ژمنو بر خلاف د نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ یو ځل بیا اعلان وکړ چې د نجونو متوسطه او لیسې ښوونځي به د نامعلومې نیټې پورې تړلي پاته شي.

طالب مقاماتو د "محرم پرته" د ښځو پر سفر باندې د محدودیتونو له لګولو وروسته د افغانستان هوایي شرکتونو ته امر کړی چې ددې هیواد بهر د شرعي محرم پرته د ښځو د سفر مخنیوی وکړي.

همداشان د طالبانو د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت پارکونو ته د ښځو او نارینو پر یو وخت تګ یو لړ نوي بندیزونه لګولي دي.

د افغانستان د خلکو سره د مرستو دوام

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پدې ترڅ کې په افغانستان کې د بشري کړکیچ د هواري په مقصد ددې هیواد د خلکو سره د مالي مرستو د دوام خبر ورکړ او ژمنه یې کړې چې ۲۰۴ میلیون نور ډالر به ددې هیواد له خلکو سره مرسته وکړي.

دې وزارت زیاته کړه چې دغه نوی مالي بنډل د هغو مرستو سربیره دی چې امریکا د ۲۰۲۱ میلادي څخه تر اوسه ددې هیواد له خلکو سره مرستې کړې دي.

دې وزارت ویلي چې دغه مرستې به د غیر دولتي سازمانونو، په ځانګړې توګه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق (یونیسف) د مهاجرت نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د نفوس د صندوق له لارې ولګول شي.

دا پداسې حال کې دي چې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د مرستو ټولولو د نړیوال کنفرانس په ترڅ کې چې د ملګرو ملتونو او قطر په کوربتوب جوړ شوی و د ۲۰۲۲ کال لپاره د ۲.۴ میلیارد ډالرو مرستو ژمنه وکړه.

پدې کنفرانس کې د ۴۱ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو برخه اخیستې وه.

د متحده ایالاتو سربیره پریتانیا او اروپایي ټولنې هم د مرستو ژمنې وکړې خو د نرکیې او نورو سره په ګډه یې د طالبانو له لورې د مخ په زیاتیدونکو محدودیتونو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړه.

ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیون کسان د سختې لوږې سره مخامخ دي او ددې هیواد ۹۵ فیصده وګړي پوره خواړه نلري. دې سازمان همداشان ویلي چې ۱۰ میلیونه افغان ماشومان د ژوندي پاته کیدو لپاره بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG