د لاس رسي وړ اتصالات

د نجونو لپاره د متوسطه ښوونځیو او لیسو پر پرانیستلو د دیني علماوو ټینګار


په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د نجونو تر شپږم پورته ټولګي تر امر ثاني بند کړي، د افغانستان یو شمېر دیني عالمانو او مېرمنو نن پنجشنبه اپريل اوومه (وري ۱۸) په کابل کې د ملي ډایلوګ پرمهال د ټولو نجونو لپاره د ښوونځيو پر پرانیستلو ټینګار وکړ.

دغو دیني علماوو د ملي ډایلوګ پرمهال وویل چې د نجونو تعلیم یو ضرورت دی او اسلام جواز ورکړی دی.

د دې ملي ډایلوګ یو ګډونوال مولوي شمس الرحمن فروتن وویل چې طالبان باید د تل لپاره د نجونو لپاره د ښوونځيو په بندېدو سره د اسلامي حکومت تجربه ناکامه نکړي.

ښاغلي فروتن وویل:"زما خواهش دادی که چیري د تل لپاره د نجونو پر مخ د زده کړو او تعلیم دروازه بندیږي، د خدای په خاطر، د اسلام په لحاظ، د دې ملت په خاطر دغه د اسلامي حکومت تجربه چې تاسو راغلي یاست، دغه ناکامه نکړئ.که چیري دغه تجربه ناکامه شوه تر سلو کلونو پوري ډاډ درکوم چې نور به په دې ملت کې د جومات، ملا، دین او حدیثو، قران او مدرسې پاڼه به هم څوک وانه ړوي. "

د دغه کنفرانس بل ګډونوال مولوي غلام الله نبوي له ملت سره د طالبانو حکومت چلند ته په اشارې وویل چې هغوی باید د خلکو زړونه خپل کړي او په نیکو اخلاقو ورسره چلند وکړي.

یو بل دیني عالم هم وویل چې اسلام ټولو ښځو او نارینو ته د ژوند په ټولو برخو کې د سیاسي، اقتصادي،فکري او عقیدتي ازادیو اجازه ورکړې او په خبره یې هیڅ چاته باید اجازه ورنکړل شي چې پر افغانانو ظلم وکړي.

د یاد ډیلوګ یوې ګډونوالې سومایا شفیق وویل چې په اسلام کې هیڅ وخت د ښځو د تعلیم مخه نه ده نیول شوې او په خبره د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازو بندول د ټولنې لپاره ناوړه پایلې لري.

میرمن شفیق د طالبانو حکومت لخواو د نجونو ښځو لپاره د ښه چاپېریال نشتوالی او په دې برخه کې د طرحې جوړولو منطقي دلیل ونه باله.

اغلې شفیق زیاته کړه:"اسلامي ټولنه وړاندې له امارته یوه مسلمانه ټولنه وه، صحي ده چې ځینې مشکلات شته، خو د ځینو استثناو له امله چې موږ د ټولو ولایتو د نجونو ښوونځي تړو دا هیڅ یو منطقي لاره نه ده.د اسلامي امارت وروڼو ته زما وړاندیز دادی چې موږ ته دعوت وکړي، موږ له نظري اړخه ښه وروزی، خو د دې لاره دا نه ده چې ښوونځی وتړی.د ښوونځيو دلیل فقط د یو دلیل لپاره چې د ښه چاپېریال نشتون دا اصلاً هیڅ منطقي دلیل نه دی."

نوموړې زیاته کړه چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو بندېدل افغان ټولنې ته لوی زیان رسوي او په خبره خلک د خپلو اولادونو د تعلم لپاره له هیواد څخه وتلو ته مخه کوي.

د افغان ښځو د سولې او ازادۍ د موسسې مرستیالې تور پیکې مومند هم د طالبانو حکومت له څخه وغوښتل چې ژر تر ژره د ښوونځيو دروازې د نجونو د متوسطه او لیسې دورې پر مخ پرانیزي.

نوموړې زیاته کړه:"د اسلامي امارت له مشرانو څخه زموږ غوښتنه داده چې د ښځو پر مخ د کار او تعلیم دروازې پرانیزي،که د طرحې په جوړولو کې ستونزه لري د هیواد له علمي او مسلکي کدرونو څخه دي مرسته وغواړي او که د اسلامي احکامو په اړه مغشوش وي نو د نړۍ له لویو دیني عالمانو څخه دي مشورې واخلي."

اغلې مومند همدارنګه زیاته کړه چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت سیاسي انزوا او له افغانستان سره د نړیوالو د بشري مرستو کمېدو د خلکو اندېښنې زیاتې کړي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت په ښکاره د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو درسونو ځنډولو لپاره دوه دلیلونه وړاندې کړي دي.لومړی د شریعت مطابق د شرایطو برابرېدل او دوهم د افغاني دود او کلتور مطابق فضا رامنځته کېدل، خو د دغه معیارونو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

خو د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت دا پرېکړه په کور دننه او بهر له سختو انتقادونو سره مخامخ او غندل شوې ده. یو شمېر حقوقي بنسټونو او لوېدیځو هیوادونو یاد پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي چې له زده کړو څخه دنجونو محرومول به د دغه هیواد لپاره په سیاسي او ټولنیزو برخو کې منفي پایلې ولري.

XS
SM
MD
LG