د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي ټولنې له روسيې نه د تیلو واردات راکم کړل؛ اوپک وایي د تیلو تولید نه زیاتوي


د تیلو د تولید کوونکو هیوادونو سازمان اوپک
د تیلو د تولید کوونکو هیوادونو سازمان اوپک

د اروپایي تولنې مشرانو د دوشنبې په ورځ مۍ ۳۰ (غبرګولي ۹) ناوخته موافقه وکړه چې پر اوکراین باندې د یرغل په خاطر له روسیې څخه د تیلو واردات څه دپاسه له دریو څخه دوه برخې راکم کړي.

خو د تیلو د تولید کوونکو هیوادونو د سازمان اوپک دوو مخکښو غړو سعودي عربستان او روسیې او نورو متحدینو یې د راتلونکې پنجشنبې له غونډې دمخه ویلي چې دوی به د تیلو د تولید د زیاتولو لپاره خپله معتدله پالیسي بدله نکړي.

پداسې حال کې چې پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل وروسته په نړۍ کې د تیلو بیه خورا لوړه شوې، څیړونکي وایي د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به اوپک په خپله میاشتنۍ آنلاین غونډه کې د تیلو د تولید د ډیر کمې کچې لوړولو په اړه خپله روانه پالیسي تعقیب کړي.

د تیلو د سوداګرۍ د چارو یو څیړونکي کرایګ ایرلام د فرانس پرس اژانس ته ویلي چې «دا چې روسیه د سعودي تر څنګ [د اوپک] د دوو عمده غړو له ډلې څخه ده د تیلو د تولید د زیاتیدو أه اړه هر تصمیم به خورا سیاسي وي.»

هغه زیاتوي چې «همدا اوس روسیه د بندیزونو په وجه نشي کولای خپل تولید کړي تیل خرڅ کړي، حتا غواړي چې بیې همداسې لوړې وي تر څو پر هغو هیوادونو باندې فشار ته دوام ورکړي چې خپل مخالفین یې ګڼي.»

د تیلو د صادرونکو هیوادونو د سازمان ۱۳ غړو چې مشري یې سعودي عربستان کوي د خپلو لسو نورو شریکانو سره چې روسیه یې مشري کوي په ۲۰۲۰ کال کې په زیاته اندازه خپل تولیدات راکم کړل کله چې د کروناویروس د وبا او په نړیواله کچه د قرنطین کیدو په وجه تقاضا راکمه شوه.

دغو هیوادونو د تیر کال راهیسې هره میاشت په ورځ کې په معتدله بڼه ۴۰۰زره بیلره تیل زیات تولید کړي او له دې کچې څخه د زیات تولیدولو لپاره یې د متحده ایالاتو په ګډون د عمده پلورونکو د فشار په وړاندې مقاومت کړی دی.

د سویس د یو بانک (Swissquote) یوه څیړونکې اپیک اوزکادیسکایا وايي «داسې ښکاري چې د (اوپک) د پنجشنبې غونډه به یوه تشریفاتي غونډه وي» او په وینا یې فکر نه کوي چې د تیلو تولید دې لوړ کړای شي.

XS
SM
MD
LG