د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه: اوکراین سره پوځي مرستو ته چمتو یو 


د اوکراین جګړه
د اوکراین جګړه

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې کاترین کولونا نن دوشنبه مۍ ۳۰ (غبرګولي نهمه) وویل چې هېواد یې له اوکراین سره پوځي مرستو ته چمتو دی.

میرمن کولونا اوکراین ته تللې او هلته یې له خپل اوکرایني سیال دیمترو کولیبا سره په یو خبري کنفرانس کې وویل چې پاریس له مسکو «سره په جګړه کې نه دی» خو له اوکراین سره به د وسلو تمویل روان وساتي.

هغې زیاته کړه: «را روانې اوونۍ به [اوکراین] ته وسلې ورسېږي.»

تر دې مخکې د فرانسې په لسمشر ایمانیول مکرون باندې انتقاد کېده چې ولې د روسیې له ولسمشر سره پرلپسې تماسونه نیسي، خو میرمن کولونا د خپل ولسمشر د دغه کار ننګه وکړه.

هغې وویل چې د دواړو ولسمشرانو ترمنځ تیلیفوني تماسونه «مستقیم او صریح» دي او په خبره یې که روسیه وغواړي له اوکراین سره مذاکره وکړي، پاریس به د کیف په ننګه د دغې مذاکرې لارې چارې برابر کړې.

په همدې حال کې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وویل چې له خپلې فرانسوۍ سیالې څخه یې وغوښتل چې د اروپايي ټولنې د غړیتوب ترلاسه کولو په برخه کې د اوکراین د غوښتنې ننګه وکړه او هغو هېوادونو ته،چې د دغه بهیر په اړه شکونه لري، قناعت ورکړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو دغه نوې وزیره د بوچا ښارګوټي ته هم ولاړه، چې د روسیې ځواکونه په کې د جنګي جنایاتو او ولسي خلکو په وژلو تورن شوي دي.

هغې وویل چې دا پېښې باید نه وای شوې او نباید وشي. نوموړې وویل چې فرانسه به د اوکراین د جګړې د قربانیانو تر څنګ ولاړه وي او د سولې لپاره به تر خپلې وسې کار کوي.

XS
SM
MD
LG