د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه: افغانستان وښوده چې د چټک غبرګون ځواک ته اړتیا ده


جرمني ځواکونه له افغانستان څخه بیرته هیواد ته د رسیدو په وخت
جرمني ځواکونه له افغانستان څخه بیرته هیواد ته د رسیدو په وخت

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر وایي دا ټولنه باید د چټک غبرګون ځواک جوړولو کار کړندی کړي چې د افغانستان د کړکیچ په څیر د راتلونکو پیښو په وړاندې ښه امادګي ولري.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل د یوې ایټالوي ورځپاڼې سره په مرکه کې چې د دوشنبې په ورځ اګست ۳۰ (وږي ۸) خپره شوې ویلي چې په افغانستان کې د امنیت د خرابیدو وروسته په ډیر کم وخت کې د امریکایي ځواکونو لیږدول دا په ډاګه کوي چې اروپایي ټولنه د ګډې دفاع پالیسي جوړه کاندي.

ښاغلي بوریل وویل: «مونږ بتید له تجربو نه زده کړه وکړو...د اروپایانو په حیث مونږ نشو کولای ۶۰۰۰ سرتیري د کابل هوایي ډګر ته ولیږو چې ساحه امن کړي. امریکا دا کار کولای شي، مونږ نه.»

ښاغلی بوریل وایي اروپایي ټولنه د ۲۷ غړو هیوادونو په درلودلو سره باید د ۵۰۰۰ سرتیرو په لرلو سره یو «ابتدایي ځواک» ولري، ځکه «مونږ اړ یو چې د چټک عمل وړتیا ولرو.»

د روان کال د مۍ په میاشت کې د جرمني او فرانسې په ګډون د اروپایي اتحادیې ۱۴ هیوادونو د دې ډول یو ځواک د جوړیدو وړاندیز وکړ، چې ممکن کښتۍ او الوتکې ولري تر څو د بیړنۍ اړتیا په وخت د بهرنیو دموکراتیکو حکومتونو سره مرسته وکړي.

ددې ډول یو ځواک په جوړولو لومړی ځل د کوزوو د جګړې په ارتباط په ۱۹۹۹ کې بحث شوی و او یوه ۱۵۰۰ کسیزه قوه جوړه شوی وه، خو ددې ځواک څخه هیڅ وخت کار وانخیستل شو، ځکه د اروپایي ټولنې حکومتونو پدې موافقه ونه شوه کړای چې څنګه او کله دغه ځواک ولیږدول شي.

ښاغلی بوریل وایي ددې وخت رارسیدلی چې انعطاف ولرو او په وینا یي هماغسې چې د مالي بحران په وخت چټکې موافقې وشوې اروپایي ټولنه باید هغه محدودیتونه لرې کړي چې د پوځ د عملیاتو په اړه یې د اساسي قوانینو په تشریحاتو کې لري.

بریتانیا په ۲۰۰۰ کلونو کې ددې ډول ځواک د جوړیدو له ملاتړو څخه وه، خو ددې هیواد دننه د مخالفتونو په وجه یې د قواو استولو سره موافقه ونکړه. اوس چې بریتانیا د اروپايي ټولنې وتلې د اروپایي ټولنې اجراظیه هیت هیله من دی چې دغه مفکوره بیرته راژوندۍ کړای شي.

خو د اروپایي اتحادیې د ځنو غړو ترمنځ د ګډې دفاع د فرهنګ د نشتوالي په ګډون ځنې موانع شته او همداشان پدې هم اختلاف دی چې ددې ځواک د استولو لپاره کومو هیوادونو ته لومړیتوب ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG