د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني او فرانسې سفارتونو مخکې ته د خلکو تجمع


د کابل ښار په مرکزي برخه کې د فرانسې او جرمني سفارتونو ته نږدې د چهار شنبې په ورځ (اګست ۱۸) سلګونه کسان راټول شوي او یادو هیوادونو ته د تللو غوښتنه کوي.

یو شمیر راټولو شویو کسانو امریکا غږ اشنا ته وویل چې د نړیوالو رسنیو د راپورونو د خپریدلو سره چې بهرني هیوادونه افغانان مني د تیرې شپې راهیسې د زنبق څلور لارې کې د فرانسې او جرمني سفارتونو ته نږدې راټول شوي دي.

خو راټول شوي‌ کسان وايي چې تر غرمې مهاله د دغو سفارتونو هیڅ کاروونکي ورسره ندي کتلي او لا هم په تمه دي چې بهر ته د سفر امکان ترلاسه کړي.

په دغو کسانو چې ښځې او ماشومان هم شامل دي اکثره یې بهر ته د تللو اسناد نه لري.

یو شمیر هنرمندان هم په دې ډله کې شامل دي، مشهور هنرمند استاد مینا ګل امریکا غږ اشنا ته وویل دی نور په افغانستان کې د ځان لپاره ځای نه ویني نو ځکه هڅه کوي چې بهر ته لاړ شی.

هغه وویل:"که نوی حکومت ورته د کورنۍ د مصرف لپاره معاش مقرر کړي نو غواړي په وطن کې ژوند وکړي."

که څه هم کابل کې هوا ګرمه ده خو دغه کورنۍ لاهم په دغه سیمه کې بهر ته د تللو انتظار وباسي.

اکثره دغه راټول شوي کسان د حامد کرزي د نړیوال هوایی ډکر شاوخواته د راټولو شویو افغانانو په څیر د سفر قانوني اسناد او حتی پاسپورټ هم نلري.

بلخوا د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر شاوخوا نن چهار شنبې د اګست ۱۸ هم د خلکو ګڼه ګوڼه لیدل کیږي خو د هوایي ډګر له دروازو څخه خلک لرې شوي‌ دي، داسې ویل کیږي‌ نن هم سلګونو کسانو هڅه کوله چې هوایي ډګر ته ننوځي خو طالبانو د هغوی د خورولو لپاره هوایي ډزې کړي دي.

XS
SM
MD
LG