د لاس رسي وړ اتصالات

نیکلاسن: د سیمې هېوادونه افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړېدل غواړي


 توماس نیکلاسن، افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی
توماس نیکلاسن، افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی

افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن ویلي چې د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د ټول شموله حکومت له جوړېدو او په دغه هېواد کې د بشري حقونو د درناوي ملاتړ کوي.

نیکلاسن د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۵ (لړم ۳)، د اروپا پارلمان ته وویل: "په افغانستان کې د ټول شموله حکومت غوښتنه لا هم یوه اساسي ځانګړنه ده چې د سیمې هېوادونه یې ملاتړ کوي او موږ ولیدل چې په بېلابیلو اعلامیو او بیانونو کې یې غوښتنه شوې ده. د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو تر منځ، ایران او تاجیکستان د توکمیزو او مذهبي ټولنو لکه تاجیکانو، هزاره ګانو او شیعه ګانو [د ورګډولو] پر اهمیت ټینګار کړی دی."

نړیوالو هیوادونو او سازمانونو د طالبانو په حکومت کې د نورو توکمونو، ډلو او ښځو پر نشتوالي نیوکه کړې ده، او په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات دپاره یې د داسې حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی چې د ټولو توکمونو، ژبو او اقلیتونو استازې پکې برخه ولري.

خو طالبان ادعا کوي چې حکومت یې ټولشموله دی او ټول قومونه او د اقلیتونو استازي پکې ونډه لري.

که څه هم تر اوسه هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو د افغانستان یو شمیر ګاونډي هېوادونه له طالبانو سره په یو ډول تعامل کې ښکیل دي.

د افغانستان د تیرو حکومتونو يو شمېر چارواکي چې له دغه هېواده بهر ژوند کوي، د جمهوري نظام د راژوندي کولو په لټه کې دي او ځينو يې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره په دغه هېواد کې د فدرالي نظام د جوړولو وړانديز کړی دی.

په جرمني کې مېشت افغان څېړونکي رضا قاسمي امریکا غږ ته وویل چې افغانستان په تېرو پنځوسو کلونو کې د سیاسي نظامونو آزموینځای دی او د ده په خبره، په دې نیمه پېړۍ کې بېلابیل نظامونه د کودتاګانو په پایله کې پر خلکو تپل شوي دي.

هغه وویل: "د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان خلکو هېڅکله داسې سیاسي نظام نه دی ترلاسه کړی چې عدالت، امنیت، متوازنه او باثباته هوساینه ولري... یوازینی سیاسي نظام چې هر افغان په کې خپلې ګټې لیدلی شي هغه دی. یو فدرالي سیستم دی."

په دې وروستیو کې د پخواني افغان حکومت دویم مرستیال محمد سرور دانش چې په نیوزیلنډ کې دی، "د افغانستان د عدالت او ازادۍ ګوند" له اعلانولو سره په افغانستان کې د "فدرالي اسلامي جمهوریت" د جوړېدو غوښتنه کړې ده. ښاغلي دانش د ولسمشر د مرستیال په توګه د دندې پر مهال ویلي وو چې په اوسني وضعیت کې فدرالي نظام د افغانستان په ګټه نه دی.

پخوانی افغان ډیپلومات، سید نورالله راغي، په دې باور دی چې د حکومتولۍ مرکزي سیستم فساد ته لاره هواروي. هغه وويل: "په افغانستان کې د واک دوديز مرکزي جوړښت بايد په غيرمتمرکز اداري جوړښت بدل شي، ترڅو د قدرت د اساسي وېش له لارې عامه څارنه، د رسنيو ازادي او قانوني محدودیتونه پلي شي او د زورواکو مخنیوی وشي."

خو د سیاسي علومو استاد رادمنش سلیمي وايي، تر څو چې په افغانستان کې یو واحد ملي لیدلوری رامنځ ته نه شي او ښکېلې خواوې د خلکو د ارادې، اساسي قانون او رڼو ټاکنو پر بنسټ د سیاسي نظام واقعیت ونه مني، له اوسني سیاسي کړکیچ څخه د وتلو لاره شتون نلري.

ښاغلي سلیمي په افغانستان کې د فدرالي نظام د رامنځته کېدو په اړه وویل: "په افغانستان کې ددې زمینه نده موجوده... نن ورځ د فدرالي نظام د پلي کولو وړتیا نه شته. او نه هم په افغانستان کې سیاسي مشران او هغه څوک چې دې مهم ملي پروګرام ته کار کوي، ددې وړتیا لري."

رامش سلیمي ټینګار کوي چې د نظام د څرنګوالي په اړه ټولپوښتنه پکار ده ترڅو څرګنده شي چې خلک څه غواړي. هغه وويل، په افغانستان کې د هېوادونو او بهرنيو عواملو له خوا جوړ شوي نظامونه د "ولسي بنسټ" د نه لرلو له امله يو په بل پسې ناکام شوي دي.

یو شمېر نور شنونکي هغه څه ته په اشارې سره چې د افغانستان په چارو کې د ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې لاسوهنه بولي، په افغانستان کې د یوه عصري اساسي قانون پر بنسټ د مرکزي نظام پر رامنځته کېدو ټینګار کوي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معراج وویل: "که په تیرو څو پېړیو کې د افغانستان شرایطو ته وګورو، په دغه هېواد کې قومي تنوع او جغرافیایي ځانګړنې او له ګاونډیانو سره موجودو ستونزو ته په پام سره له فدرالي نظام څخه یو مرکزي نظام غوره دی، ځکه چې فدرالي نظام به د افغانستان تجزیې ته لاره هواره کړي."

افغانستان په تېرې یوې پیړۍ کې اووه سیاسي نظامونه تجربه کړي، چې یوازې د محمد ظاهر شاه په واکمنۍ کې د مشروطه شاهي نظام ۴۰ کاله عمر وکړ او پاتې ټول نظامونه د ډیر وخت دپاره ندي پاتې شوي.

XS
SM
MD
LG