د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان لوی درستیز پر اوکراین د روسیې برید وغانده


د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د شنبې په ورځ اپریل دویمه (وري ۱۳) پر اوکراین د روسیې په نظامي برید انتقاد وکړ.

نوموړي په عاجله توګه ددغه برید د دریدو غوښتنه وکړه او هغه یې پر یوه واړه هیواد "لوی ناورین" وباله.

پر مسکو د باجوه دغه کم ساری انتقاد د هغه هیواد د صدراعظم عمران خان له موقف سره چې پر اوکراین یې د روسیې د برید په غندلو کې بې طرفي اختیار کړه او ویې نه غوښتل چې د ولسمشر پوتین اقدامات وغندي، توپیر لري.

جنرال باجوه چې په اسلام آباد کې په یوې نړیواله امنیتي غونډه کې خبري کولې وویل:"پر اوکراین د روسیې برید ډیر د خپګان وړ دی. زرګونه کسان ووژل شول، میلیونونه نور کډوال شول او نیم اوکراین ویجاړ شوی دی."
ښاغلي باجوه وویل، د روسیې د مشروع امنیتي اندیښنو سره سره، پر یوه واړه هیواد د روسیې له برید څخه سترګي نشي پټیدلای.

هغه وویل پاکستان تل د فوري اوربند او د جګړې د دریدو غوښتونکی دی او له ښکیلو خواو غواړي چې د لانجې د هواري لپاره ډیر ژر خبري ‌اتري وکړي.

دغه جګپوړي نظامي پاکستاني‌ چارواکي د روسیې د برید په وړاندې د اوکراینیانو موثر مقاومت هم وستایه.

باجوه په داسې حال کې پر اوکراین د روسیې برید غندلی چې د پاکستان صدراعظم عمران خان ادعا کړې متحده ایالاتو په پارلمان کې د هغه د لیرې کولو لپاره د سیاسي مخالفینو د نه باور رای ګیرۍ ملاتړ کړی.

ښاغلي خان د جمعې په ورځ اپریل لومړی نیټه په هیواد کې د سیاسي اړو دوړ په هکله په تازه اقدام کې ویلي چې د هغه په خلاف دسیسه د "بهر" څخه جوړه شوې او وایي چې په رسمي توګه یې متحده ایالاتو ته اعتراض څرګند کړی.

عمران خان د پاکستاني تلویزیون (ARY) سره په مرکې هغه لیک ته په اشارې چې په اسلام آباد کې د متحده ایالاتو سفارت ته استول شوی، وویل " د امریکا سفارت ته مو رسمي دپلوماتیک اعتراض لیک استولی او ورته ویلي مو دي چې د نه باور په رای ګیرۍ کې مو لاسوهنه کړې".

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پدې هکله د امریکا غږ د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې په دا ډول سیاسي اړیکو تبصره نکوي.

د وزارت ویاند ویلي: "د پاکستان په کورنیو موضوعاتو کې د متحده ایالاتو د لاس وهنې تورونه هیڅ واقعیت نلري".

ټاکل شوې د پاکستان ملي اسامبله د یکشنبې په ورځ اپریل دریمه د نه باور په رای ګیرۍ کې برخه واخلي. د ملي اسامبله ټول ۳۴۲ غړي لري او عمران خان په واک کې د پاتې کیدو لپاره باید لږ تر لږه ۱۷۲ رایې وګټي.

XS
SM
MD
LG