د امریکا د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت د جمعې په ورځ د ډسمبر ۲۶ مه اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د وضعیت د ارزونې لپاره له امریکایي چارواکو سره ملاقات "عادي" بهیر دی، په داسې حال کې چې امریکايي رسني راپور ورکړی چې هغه افغانان چې حکومتي ادارو ته حاضري ورکوي ښایي د قانون د تنفیذ مامورینو له خوا ونیول شي.
د امریکا د امنیت وزارت دا اقدام د رسنیو د هغو راپورونو په ځواب کې وکړ چې وايي په متحدو ایالتونو کې میشت افغانان د کډوالۍ او ګمرکونو د ادارې (آیس) لخوا احضار شوي ترڅو د کرسمس او نوي کال د جشنونو په جریان کې چې فدرالي رخصتي ده "د ملاقاتونو مهالویش" جوړ کړي.
د دې ادارې یوه ویاند د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې په یوه برېښنالیک کې امریکا غږ ته وویل چې "د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې (آیس) د قانون د تنفیذ اداره ده چې په ورځ کې ۲۴ ساعته، په اونۍ کې اوه ورځې فعالیت کوي. د بهرنیو اتباعو حاضرۍ مهالویش یو معمول بهیر دی، پخوا هم ترسره کیدله او د ( آیس) د ورځني عملیاتو یوه برخه ده."
ویاند لیکلي: "(آیس) د هرې بلې فدرالي ادارې په څیر چې د متحدو ایالتونو د ملي امنیت ساتلو مسؤلیت لري، د رخصتۍ پرمهال خپل معیاري عملیات به جاري وساتي. (آیس) به د امریکاییانو د خوندیتوب او د قانون د حاکمیت د پلي کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي."
د امریکا غیر انتفاعي ډلې افغان ایوک (AfghanEvac)، چې په متحدو ایالتونو کې د افغان کډوالو ملاتړ کوي، په دې وروستیو کې اندیښنه څرګنده کړه چې د حاضرۍ په پلمه د کډوالو د نیولو لپاره کار اخیستل کیدای شي.
خو د دې سازمان بنسټ ایښودونکي شان وان ډایور د پنجشنبې په ورځ د ډسمبر ۲۵مه د ایکس په ټولنیزې رسنۍ کې په یوه ویډیوي پوسټ کې وویل چې د ویرجینیا ایالت په شانټلي سیمه کې د حاضرۍ لپاره نوم لیکنه پیل شوې او د هیڅ ډول توقیف کیدو راپور نه دی ورکړل شوی.
د کورني امنیت وزارت وویل چې کډوال "لا هم تمه کیږي چې د خپل ټاکل شوي حاضرۍ لپاره نوم لیکنې ته راشي" او "کله چې غوښتنه وشي مناسب اسناد به له ځانه سره راوړي."
حاضري یو لازمي، معمول او د ځان منظمه ښکارول بهیر دی چې یو کډوال باید د متحدو ایالتونو د مهاجرت په مرکز کې ترسره کړي ترڅو خپل هویت تایید کړي، خپل ادرس ښکاره کړي، او ارزونه وکړي چې ایا کډوال د خپل کوربه هیواد د قوانینو سره سم عمل کوي.
د ټرمپ ادارې د نومبر د ۲۶مې په واشنګټن ډي سي کې د ترهګریز برید په غبرګون کې د پناه غوښتنې ټولې پریکړې وځنډولې، چې پکې یو وسله وال افغان کډوال، رحمان الله لکنوال چې د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په ۸مه متحدو ایالتونو ته راغلی و، د ملي ګارد پر دوو سرتیرو برید وکړ.
په دغه برید کې د ملي ګارډ یوه ۲۰ کلنه سرتیره سارا بیکسټروم له تپي کیدو وروسه مړ شو او بل سرتیری ۲۴ کلن انډریو وولف سخت ټپي شوی و او په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د امریکا د تابعیت او مهاجرت خدماتو رییس جوزف اډلو د نومبر په ۲۸مه د ایکس په ټولنیزې شبکې په یوه پوسټ کې ولیکل چې دا اداره "د پناه غوښتنې ټولې پریکړې تر هغه وخته پورې ځنډوي تر څو چې موږ ډاډ ترلاسه کړو چې هر بهرنی وګړی تر ممکنه حده پورې وڅیړل شي او وارزول شي."
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال د جون میاشتې په څلورمه، یوه اعلامیه صادره کړه چې له مخې یې د هغو ۱۹ هیوادونو پر وګړو د سفر بشپړ یا قسمي محدودیتونه ولګول شول چې کمزوري مرکزي واک لري او نشي کولای چې په سمه توګه د خپلو وګړو سوابق وڅېړي.
له دغو ۱۹ هېوادونو له ډلې څخه د ۱۲ هېوادونو په وګړو متحدو ایالتونو د ننوتلو بشپړ بندیز لګېدلی چې په کې افغانستان، برما، چاد، د کانګو جمهوریت، استوایي ګینه، اریتریا، هایتي، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن شامل دي.
د اعلامیې په اساس، د اوو نورو هېوادونو پر وګړو چې په کې بورونډي، کیوباا، لاوس، سیرا لیون، ټوګو، ترکمنستان او ونزویلا شامل دي، قسمي محدودیتونه لګول شوي دي.
د ټرمپ حکومت د سې شنبې په ورځ د لیندۍ ۲۶مه امریکا ته د فلسطین د خودمختارې ادارې او ۲۰ نورو هیوادونو په وګړو باندې د سفر د بندیزونو اعلان وکړ.
د ټرمپ حکومت پنځه نور هیوادونه - بورکینا فاسو، مالي، نایجر، جنوبي سودان او سوریه - او همدارنګه هغه خلک چې د فلسطین د خودمختارې ادارې لخوا صادر شوي اسنادو سره سفر کوي متحدو ایالتونو ته د بشپړ سفر بندیزونو په لیست کې شامل کړل، او په ۱۵ نورو هیوادونو یې نوي بندیزونه ولګول.
په دې سره د هغو هېوادونو شمېر ۳۹ ته ورسېدو چې امریکا ته یې د وګړو په سفر بندیز او محدودیت لګول شوی، په دوی کې یې اکثره افریقايي هیوادونه دي.
د امریکا د عدلیې وزارت د سې شنبې په ورځ رحمان الله لکڼوال په نویو فدرالي تورونو تورن کړ چې پکې "له یوه ایالت نه بل ته د جرم په نیت د وسلو لیږدول چې د یو کال څخه ډیر د بند سزا وړ جرم دی، او له یو ایالت نه بل ایالت ته د غلا شویو وسلو لیږدول شامل دي."
د نویو تورونو له مخې، لکڼوال د نومبر په ۲۶مه د واشنګټن په سیاټل ایالت کې په ۲۰۲۳ کال کې د غلا شوي ټوپک سره د ملي ګارډ پر سرتېرو ډزې وکړې. امریکایي چارواکو دا ډزې یو ترهګریز برید بللی دی.
د واشنګټن دی سی لپاره د امریکا څارنوالې جینین پیرو د ایکس په ټولڼیزې شبکې کې په یوه پوسټ کې لیکلي، دا تورونه د نومبر د ۲۶مې د برید په تړاو د امریکا د واشنګټن په محکمه کې د ثبت شوي شکایت په ترڅ کې لګول شوي چې پکې د ملي ګارد سرتیره سارا بیکسټروم ووژل شوه او د ملي ګارد بل سرتیری انډریو وولف سخت ټپي شو.
څارنوالې پیرو د تورونو د اعلانولو پر مهال وویل: " د واشنګتن دی سی عالي محکمې څخه د واشنګتن فدرال محکمې ته د دې قضیې انتقال دا ډاډ ورکوي څو موږ په جدي او دقیقه بڼه دا مسله تحلیل او تجزیه کړو چې دلته د اعدام د سزا د ټاکلو لپاره اړین ګڼل کیږي."
فورم \ دبحث خونه