د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په کندهار کې له طالب چارواکو سره لیدلي


د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي

طالب چارواکي وايي، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن او د دې ټولنې د پلاوي رئیسي رافیلا ایوډېس کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې دغلته لو یو شمېر لوړپوړو طالب چارواکو سره لیدلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل د پنجشنبې په ورځ مارچ دوهمه (کب ۱۱) رسنیو ته په لېږلې غږیږ پیغام کې ویلي چې یاد پلاوي د بهرنیو چارو وزات د سرپرست امیر خان متقي سره لیدنه کې پر سیاسي، امنیتي او له فساد سره د مبارزې پر مسائلو خبرې کړي دي.

ښاغلي تکل زیاته کړې چې امیر خان متقي له یاد اروپايي پلاوي سره لیدنه کې له افغانستان سره د دغه ټولنې له مرستو د مننې ترڅنګ د افغانستان او اروپايي ټولنې پر نژدې کېدو ټینګار وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه ویلي چې اروپايي ټولنې غړي هیوادونه باید وهڅول شي چې په افغانستان کې خپل سفارتونه بیرته پرانیزي.

نوموړي زیاته کړې: "ښاغلي متقي صاحب د اروپايي ټولني د بشري مرستو څخه مننه وکړه او زياته یې کړه، چي د افغانستان او اروپايي ټولني د نژدې کېدو له پاره دي ډېر کار وسي او يادونه یې وکړه چي اروپايي هيوادونه دي وهڅول شي تر څو په افغانستان کي خپل سفارتونه پرانيزي."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند زیاته کړې چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازې توماس نیکلاسن طالب چارواکو سره په دغه لیدنه کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو ډاډ ورکړ.

د بیان له مخې د اروپايي ټولنې استازې په افغانستان کې له فساد سره مبارزې او امنیت ټینګولو برخه کې د طالبانو حکومت هڅې ستایلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اروپايي ټولنې داستازې توماس نیکلاسن له قوله ویلي:د افغانانو ترڅنګ ولاړ یو، بشري مرستي به دوام ولري او د افغانستان مثبت انځور به نړیوالو ته ورسوو."

د بیان له مخې د کندهار ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي حیات‌الله مبارک د اروپايي ټولنې د استازو څخه په دغه ولایت کې د ښووني او روزني، د رواني ناروغانو درملني مرکزونو، د اوبو بندونو جوړولو او روغتیايي برخو کي د همکارۍ غوښتنه کړې.

د اروپايي ټولنې استازې پر داسې مهال له طالب چارواکو سره کندهار ولایت ته سفر کړی چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده هم هلته اوسیږي.خو معلومه نه ده چې دغه پلاوي له هغه سره هم کتلي وي او کنه.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازو تر دا مهاله په کندهار ولایت کې له طالب چارواکو سره د لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی خو تراوسه د نړۍ هیڅ کوم هیواد د طالبانو حکومت په رسمت نه دی پیژندلی.

طالبانو پر افغانستان تر حاکمیت وروسته د ښځو پر زده کړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو بندیزونه لګولي چې د نړیوالې ټولنې لخوا په پراخه کچه غندل شوي دي.

اروپايي ټولنې تر دا مهاله په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی، خو په دغه هیواد کې له اړمنو خلکو سره د بشري مرستو او بشري حقونو د ملاتړ برخه کې د طالبانو له حکومت سره تر یوه حده تعامل لري.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د فبرورۍ میاشتې پر ۱۲مه هند ته د سفر په ترڅ کې له هندي چارواکو سره لیدنه کې د افغانستان وضعیت د ښه درک او له دغه هیواد سره د بشري مرستو دوام لپاره په کابل کې د خپل حضور پر حد اقل دوام موافقه کړې وه.

پر افغانستان د طالبانو حکومت تر حاکمیت وروسته اروپايي ټولنې له دغه هیواد سره په بېلابېلو برخو کې پراخې بشري مرستې کړي دي.

اروپايي ټولنې تر دې مخکې ویلي و چې په ۲۰۲۲ میلادي کې په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره نړیوالو بشري بنسټونو ته ۱۴۷ میلیون ایرو ځانګړې کړې وه.

XS
SM
MD
LG