د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه: افغانستان د ټولنیز-اقتصادي سقوط په درشل کې دی 


د اروپايي ټولنې چارواکي وايي طالبان باید د بد وضعیت د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي
د اروپايي ټولنې چارواکي وايي طالبان باید د بد وضعیت د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیپ بوریل د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۳ (تلې۱۱) وویل چې افغانستان د اقتصادي‌ او اجتماعي سقوط د ګړنګ په غاړه ولاړ دی چې په یو بشري بحران بدلېدلای شي.

نوموړي د «بلاګ» په یو پوست کې لیکلي دي چې د بد حالت د مخنیوي لپاره طالبان باید ځانونه له وضعیت سره برابر کړي چې نورو نړیوالو مرستو ته لاره هواره شي.

هغه لیکلي دي: «افغانستان یو ډېر بد بشري ناورین تجربه کوي او د ټولنیز-اقتصادي سقوط [امکان] په ډېرېدو دی چې دا کار به د افغانانو، سیمې او نړۍ امنیت ته خطرناک وي.»

نوموړي ویلي دي چې د افغانستان نهه میلیارد ډالر ګنګل شوي،‌ په افغانستان کې د خوراکي موادو قیمت ۵۰ فیصده لوړ ختلی دی، بانکي سیستم فلج دی او صحي سیستم‌، چې تر ډېره په نړیوالو مرستو تکیه دی، له سقوط سره مخامخ دي.

ښاغلی جوزیپ زیاتوي: «ژمی هم نژدې دی او که حالت همداسې روان وي، دا خطر به په یو بشري بحران بدل شي.»

د اګست په ۱۵ نېټه د طالبانو له راتګ وروسته اروپايي ټولنې له افغانانو سره بشري مرستې زیاتې کړي دي.

خو ښاغلی جوزیپ وايي چې د اروپايي ټولنې مرستې به په افغانستان کې د موجوده واکمنو په چال چلند پورې تړلې وي او د اړیکو هر ډول پیلول بشري حقونو ته د درناوي په ګډون له یو لړ نورو مسائیلو سره نغښتي دي او «طالبانو ته په کار ده چې داسې ګامونه اوچت کړي چې نړیواله ټولنه له افغانانو سره د مرستې کولو جوګه کړي.»

له افغانستان څخه د بشري حقونو د سرغړونې راپورونو او د نجونو د ښوونځیو تړلو هغه هیلې مړاوې کړي چې ګنې طالبان تر پخوا بدل شوي.

د رویټرز خبري اژنس وايي چې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې د پالییسۍ مشر جوزیپ بوریل تېره اونۍ په قطر کې له چارواکو سره خبرې وکړې.

هغه وویل چې له طالبانو سره د قطر روابط د دې لپاره دي چې د طالبانو چال چلند نرم شي. هغه دوحه وهڅوله چې د خپلو اړیکو څخه کار واخلي چې په افغانستان «تر ټولو د بد وضعیت» مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG