د لاس رسي وړ اتصالات

د بایډن او شولتز خبرداری: د امریکا او اروپا د مرستو پرته اوکراین د روسیې مقابله نشي کولی


د متحده ایالاتو جمهور رئیس په سپینې ماڼۍ کې د جرمني د صدراعظم کوربه و.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس په سپینې ماڼۍ کې د جرمني د صدراعظم کوربه و.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن او د جرمني صدراعظم اولف شولتز جمعه فبروري نهمه (سلواغې ۲۰) د امریکا د کانګریس غړیو څخه وغوښتل چې د اوکراین لپار د نظامي مرستو لایحه منظوره کړي.

دواړو مشرانو په سپینې ماڼۍ کې خبرداری ورکړ چې د متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې د مرستو پرته کیف د روسیې د یرغل مقابله نشي کولی.

ښاغلي بایډن وویل، "د اوکراین سره د متحده ایالاتو د کانګرس نه ملاتړ جنایي بې پروایۍ ته نږدې ده. دا د کرکې وړ دی".

د متحده ایالاتو څخه وروسته جرمني په نړۍ کې دویم هیواد دی چې د روسیې د یرغل راهیسې یې د اوکراین سره ډیرې نظامي مرستې کړیدي.

د جرمني مشر بیا هیله څرګنده کړه چې متحده ایالات به ژر د اوکراین سره نظامي مرستې وکړي چې سخته اړتیا ورته ده. ښاغلي شولتز د خوشبینۍ څرګندونو تر څنګ خبرداری ورکړی چې "د متحده ایالاتو او اروپایي دولتونو د ملاتړ پرته به اوکراین ونشي کړي چې د خپل ځان دفاع وکړي".

دا لومړی ځل ندی چې ښاغلی بایډن په کانګرس پدې خاطر انتقادونه کوي چې د اوکراین سره د نظامي مرستو طرحه نه منظوروي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د روانې اوونۍ په سر کې هم خبرداری ورکړ و چې د اوکراین سره د مرستو لپاره وخت مخ په خلاصیدو دی او دا یې هم ویلي که کانګرس د کیف لپاره تازه مرستې منظورې نکړي، هغه څه به وکړي چې کرملین یې غواړي.

ښاغلي بایډن په مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ملامتي واچوله چې د متحده ایالاتو د ملي امنیت پر سر سیاست کوي.

بایډن په ټرمپ انتقاد وکړ چې په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکي ګوند په غړیو فشار راوړي چې که د کډوالو مهار کولو لپاره جدي اقدامات ونشي، دوي دې د اوکراین سره د مرستو لایحه نه منظوروي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس وویل: " مونږ اوس (اوکراین ) یوازې نشو پریښودی. دا هغه څه دي چې پوتین یې غواړي. د دې لایحې ملاتړ د پوتین خلاف دریدل دي او مخالفت یې د پوتین په خوښې کار کول دي."

سره لدې چې د استازو مجلس جمهوري غوښتونکي ټینګار کوي چې د اوکراین سره مرستې به پدې شرط منظوروي چې د کډوالۍ په خلاف جدي اقدامات وشي خو داسې ښکاري چې په کانګرس کې جمهوري غوښتونکو د ټرمپ فشار ته ځواب ووایه او د دیموکراتانو سره یې د اوکراین لپاره د مرستو لایحه منظوره نکړله.

د جمهوري غوښتونکو دا مخالفت پدې معنا چې اوکراین به پداسې حال کې وسلې او مهمات چې سخته اړتیا ورته لري، تر لاسه نکړي چې پدې هیواد د روسیې یرغل دریم کال پیل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG