د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو یو پخوانی قومندان امریکايي‌ محکمې ته: زه بې ګناه یم


د محکمې نقاشي شوی تصویر
د محکمې نقاشي شوی تصویر

د طالبانو یو پخوانی قومندان چې د امریکایانو په توقیف کې دی او د ترهګرۍ اړوند تورونه ورباندې لګول شوي، د جمعې په ورځ د اکټوبر ۱۵ ( تلې ۲۳) د نیویارک په یوې فدرالي محکمې کې یې په ځان لګول شوي تورونه رد کړل.

د امریکا د عدلیې وزارت تیره اونۍ دیوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي وو چې حاجي نجیب الله چې د نجیب الله نعیم، ابوطیب، عتیق الله او نثار احمد په نومونو هم مشهور دی، د امریکایانو په یوه پوځي کتار باندې په برید کې په لاس لرلو تورن دی.

وايي په دغه برید کې درې امریکایي عسکر او یو ژباړونکی وژل شوي وو. دغه برید د ۲۰۰۸ کال د جون د میاشتې په وروستیو کې د میدان وردګو د ولایت د سیدآباد په ولسوالی کې د طالبانو له خوا شوی و.

په نوموړي باندې دغه تور د تیرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ د نیویارک په یوې فدرالي محکمې کې ولګول شو.

هغه، چې د جمعې په ورځ اکټوبر ۱۵ ( تله ۱۷) په محکمې کې په پښتو ژبې خبرې کولې او ژباړونکي یې انګریزي ته ژباړلې، وویل:" په ما باندې لګېدلي تورونه بې اساسه دي. ما له دغو کارونو هیڅ یو هم نه دی کړی. د دغو تورونو شاته نورې ډیرې کیسې دي."

د نجیب الله مدافع وکیل مار ګومبانیر چې د محکمې له انګړ بهر یې له خبریالانو سره خبرې کولې وویل د هغه په موکل باندې په یوې امریکايي محکمې کې لګېدلي تورونه د بیلابیلو دلایلو له امله ( نامعقوله) دي.

هغه وویل: "مونږ په محکمې کې قاضي ته وویل، نشو کولی یو کس په یوې امریکایي محکمې کې د هغه قتل په جرم محاکمه کړو چې په افغانستان کې د امریکا له خوا د پیل شوي جنګ په نتیجه کې رامنځته شوی. مونږ فکر کوو چې دغه دریځ مو یو سم او قانوني دریځ دی او غواړو په همدې استدلال په هغه باندې لګېدلي تورونه رد کړو."

هغه زیاته کړه: " په هغې دفاعیه کې چې مونږ به یې په ښاغلي نجیب الله باندې د لګېدلو تورونو په مقابل کې وړاندې کړو، غواړو د دې یادونه وکړو چې د افغانستان په جنګ کې په زرګونو امریکایي سرتیري او په لسګونو زرو طالبان وژل شويدي او ښاغلی نجیب الله یوازینی کس دی چې د دې ډول یوې پیښې لپاره محاکمه کیږي، او په همدې اساس به په هغه باندې لګېدلي تورونه چلنج کړو."

حاجي نجیب الله چې ۴۵ کاله عمر لري، د ۲۰۲۰ کال د اکټوبر په میاشت کې په اوکراین کې ونیول شو او وروسته امریکا ته ولېږدول شو او تر دې دمه ورباندې ۱۳ تورونه لګول شویدي.

د امریکا د عدلیې وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې د نجیب الله تر امر لاندې کسانو د ۲۰۰۸ کال د اکټوبر د میاشتې په وروستیو کې د میدان وردګو ولایت د سیدآباد په ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو یو هلکیوپتر هم نسکور کړی و ، خو په دغې پېښې کې امریکايي ځواکونو ته تلفات نه و اوښتي.

په دغه پخواني قومندان باندې دیوه امریکايي‌خبریال او د هغه د دوه افغان همکارانو د تښتولو تور هم لګېدلی دی.

طالبان چې اوس یوځل بیا په افغانستان باندې حاکمیت لري، تراوسه یې په دې هکله څه نه دي ویلي.

که په حاجی نجیب الله باندې لګول شوي تورونه ثابت شي نو نوموړی به په عمري قید محکوم شي.

XS
SM
MD
LG