د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د ګوزڼ واکسین تطبیق کې روغتیایي ټیمونو سره د همکارۍ ژمنه


آرشیف
آرشیف

د هلمند ولایت یو شمېر اوسیدونکي د ګوزڼ ناروغۍ په هکله د خلکو د پوهولو د کچې په زیاتوالي‌ خوښي څرګندوي او په خپلو سیمو کې د واکسین د تطبیق د پيل غوښتنه کوي.

د یاد ولایت خلک ژمنه کوي چې د کمپاین په مهال به له روغتیایي ټیمونو سره اوږه په اوږه کار وکړي.

روغتیایي مسؤولین یادونه کوي چی د روان میلادي کال له پیل څخه تر دې دمه په هلمند ولایت کې د پولیو د دویم ډول دوه مثبتې پېښې لیدل شوي، چې یوه پیښه له کجکي ولسوالۍ څخه او بله پیښه له باغران ولسوالۍ څخه راپور ورکول شوی.

ډاکتر سهیل احمد احمدي، د هلمند ولایت د کتلوي معافیت آمر وایي، لا هم په چاپیریال کې د پولیو ویروس نښې نښانې ترسترګو کیږي.

ښاغلي احمدي امریکا غږ ته وویل: "مونږ د کابو ۲۰۵ مشکوکو پیښو سمپلونه د آزمایښت لپاره استولي، چې له دې ډلې څخه دوه مثبتې پیښې د پولیو د دویم ډول په توګه تایید شوي دي خو د خوښۍ ځای دا ده چې دمګړۍ د ولایت په کچه د پولیو د لومړي ډول کومه مثبته پیښه نلرو."

روغتیایی مسؤولین وایي چې په هلمند ولایت کې له تیرو دوه کلونو را په دې خوا ماشومانو ته په منظم ډول کور په کور واکسین ندی تطبیق شوی او د لرو پرتو ولسوالیو اوسیدونکي په خپلو سیمو کې د واکسین د کمپاین د بیا پيل غږ پورته کوي.

میرویس، د کجکي ولسوالۍ یو اوسیدونکی وايي چې هلمند د هیواد په کچه یو لوی ولایت دی او زمونږ غوښتنه دا ده چې د ګوزن د واکسین څاڅکي د دې ولایت هر ماشوم ته ورسیږي.

نوموړی ټینګار کوي چې د وګړو او بیا په ځانګړي ډول د ماشومانو د شمېر زیاتوالي ته په کتو سره، یوازې موجوده ګرځنده روغتیایي ټیمونه د رامنځته شوې تشې د ډکولو لپاره بسیا نکوي او په کار ده چي ښکیل بنسټونه خپل اړوند ټیمونه ولسوالیو ته واستوي او د هغو کورنیو ماشومانو ته چې ښار ته پوره لاسرسی نلري واکسین وکړي.

د هلمند په ګډون د هیواد په ټولو سویلي ولایتونو کې یونیم میلیون له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د واکسین د تطبیق په پلان کې نیول شوي دي، خو ویل کیږي چې په تیرو دوو کلونو کې د بېلابېلو ستونز له کبله تر یو میلیون زیات ماشومان له واکسین څخه بې برخې پاتې شوي.

د سیاسي بدلون وروسته په افغانستان کې د ګوزڼ ضد هیڅ کمپاین ندی شوی چې دې کار د روغتیایی مسؤولینو او خلکو تر منځ بیسارې اندیښنې راپارولي او ستر لامل یې له واکسین څخه د ماشومانو بې برخې پاتې کیدل بلل کیږي.

د ۲۰۲۱ کال له پیل راهیسې، په ټول هیواد کې د ګوزن ۴۳ پیښې ثبت شوې دي چې له ډلې یې یوه پیښه د پولیو لومړی ډول او ۴۲ نورې پیښې د پولیو دویم ډول تشخیص شوي دي.

XS
SM
MD
LG