د لاس رسي وړ اتصالات

په ایتوپيا کې جګړه ختمه شوه، نړۍ یې هرکلی کړی


د سولې خبرې
د سولې خبرې

په ایتوپیا کې حکومتي چارواکي وايي چې د تګرای په سیمه کې د تګرای د خلکو د ازادۍ د جبه​ې سره یې له دوه کلنې جګړې وروسته د اوربند تړون لاسلیک کړ او هلته یې د اوس لپاره جګړې ته د پای ټکی کېښود.

د دوی ترمنځ له څو ورځو راهېسې خبرې روانې وې.

دا جګړې دوه کاله مخکې پيل شوې وې خو رېښې یې له شاوخوا ۳۰ کلونو راهېسې غځېدلي وې. دې ډلې تر ۲۰۱۸ کال پورې په ایتلافي حکومت کې لوی ځای لره چې بیا یې وروسته په ملي کچه واک او قدرت محدود شول.

د ابې احمد حکومت وايي چې دا ډله غواړي یو وار بیا په ایتوپیا باندې حاکمیت ترلاسه کړي، خو د تیګرای ډله وايي چې حکومت غواړي دا سیمه وځپي.

تړون ته غبرګونونه

د اوربند د تړون له لاسلیک کېدو وروسته، د نړۍ د یو شمېر هېوادونو مشرانو د دغه کار هرکلی کړی دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش د دغې پرېکړې هرکلی کړی او دا یې د جګړې ختمولو لپاره «لومړی ګام بللی» دی.

د ښاغلي‌ ګوتېرش ویاند په یوې اعلامیې کې هیله ښودلې ده چې دا تړون به د میلیونونه ایتوپیایانو د کلونو کلونو کړاونو ته دایمي حل لاره ومومي.

د امریکا حکومت هم دا تړون ستایلی دی. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس خبریالانو ته وویل: «د ایتوپیا د حکومت او د تګرای د خلکو د ازادۍ د جبهې ترمنځ د جګړې ختمولو لپاره د تړون لاسلیک کېدو په اړه د افریقايي ټولنې اعلان د سولې په لوري یو مهم ګام دی.»

د افریقايي‌ ټولنې مشر ماکي سال، چې د سینیګال ولسمشر هم دی، د تړون لاسلیک کېدل «عالي خبر» بللی دی او له ښکېلو غاړو یې غوښتي چې د دایمی ثبات او سولې په لوري ګامونه واخلي.

د ایتوپیا د ګاونډي کینیا ولسمشر ویلیم روتو هم د دې خبر هرکلی کړی او ویلي دي‌ چې «زه د ایتوپیا صدراعظم ابي احمد او د تګرای مشرتابه په ایتوپیا کې د سولې د بیا ستنولو لپاره ستایم،» هغه ویلي‌ دي چې متوازن تړون به په ایتوپيا کې دایمي‌ سولې او سیاسي ثبات ته لار پرانیزي.

د اروپايي ټولنې هم دواړه خواوې ستایلې دي او هغوی یې هڅولي دي‌ چې «د دایمي سولې د تړون لپاره دې نورې خبرې» هم وکړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک هم دا تړون ستایلی دی او په خپل ټویټر کې یې لیکلي‌ دي «دا یو ژمن ګام دی او د رښتینې سولې بهیر دې باید تعقیب» کړل شي.

XS
SM
MD
LG