د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د اعدامونو دوام؛ امریکا: د سیاسي فشار د وسیلې په توګه د اعدام سزا کارول غندو

په ایران کې د حکومت خلاف لاریونونو او اعتراضونو کې د لاس لرلو په تور د نیول شویو یو شمېر کسانو د اعدام کېدو وروسته، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه د اعدام د سزا ورکول غندي.

د ایران د بشري حقونو مرکز د سه شنبې په ورځ (اکتوبر ۶) خبر ورکړ چې دوه نور کسان هم د « انقلابي محکمې» له لوري په اعدام محکوم شوي دي. دغې ادارې زیاته کړې چې دا دوه کسان ارمان الماسي او برزو رضايي نومیږي او په دې تورن شوي چې په ایران کې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ میاشتې په پراخو لاریونونو کې یې لاس درلود.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته په استول شوي یو بیان کې وویل: «دغه رژیم له اوږدې مودې راهیسې د ایران خلک له شکنجې، جبري اعترافونو او نمایشي محاکمو سره مخ کړي، چې پایله یې غیرقانوني اعدامونه دي.»

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، « دا هماغه رژیم دی چې د جنورۍ په میاشت کې یې زرګونه سوله ایز معترضان په بې رحمۍ ووژل... او نن ورځ د خپلو اقتصادي او پوځي ناکامیو د پټولو لپاره ملکي خلک د وسیلې په توګه کاروي.»

له دې یوه ورځ وړاندې، د سپتمبر په پنځمه، په ایران کې د دوو کسانو د اعدام کېدو خبر ورکړل شوی و.

د رویټرز خبري اژانس په حواله، عليرضا سپاهي او عليرضا رئيسي په اصفهان کې د جنورې د میاشتې له اعتراضونو سره د تړاو او د پولیسو د وژلو په تور په دار وځړول شول.

ددغو دوو کسانو د اعدام کېدو په غبرګون کې، د ایران په لسګونو زندانونو کې د بنديانو له خوا د لوږې د اعتصاب خبر ورکړل شوی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان د راپور له مخې، د ايران حکومت په تېر ميلادي کال کې لږ تر لږه ۲۱۵۹ کسان اعدام کړي دي چې په یو کال کې په نړۍ کې د ثبت شويو اعدامونو تر ټولو لوړه شمېره ښيي.

راپورونه وايي چې په ایران کې د اعتراضونو په تور په اعدام شویو کسانو کې افغانان هم شامل دي.

د «هه نګاو» په نوم د ایران د بشري حقونو سازمان تېره میاشت وویل چې د ایران د مشهد په زندان کې دوه افغانان اعدام شوي دي. ددغه سازمان د معلوماتو له مخې، د جون په میاشت کې په ایران کې ۱۰۹ کسان اعدام شوي چې پنځه یې افغانان وو.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۳مې غونډې کې، ۴۶ هېوادونو د ايران د حکومت له لورې په زیاتېدونکې توګه په ځانګړې توګه د اعتراض په تور نیول شویو کسانو ته د اعدام د سزا د ورکولو غندنه وکړه او د معترضانو، ښځو او ځوانانو لپاره د اعدام د حکمونو د صادرېدو په اړه يې ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG