د «هه نګاو» په نوم د ایران د بشري حقونو یو سازمان نن جمعه (سپتبمر څلورمه) وویل چې د ایران د مشهد په زندان کې دوه افغانان اعدام شوي دي.
دغه سازمان وایي دا افغانان، انصار نامي (۵۲ کلن) او نظیف رسول خوانده (۴۶ کلن) وو او د چهارشنبې په ورځ په دار ځړول شوي دي.
هه نګاو وايي چې د دغو کسانو د اعدام د نېټو په اړه د هغوی کورنۍ ته خبر نه و ورکړل شوی او کورنۍ یې هم اخري ملاقات ته نه دي پرېښودل شوي.
د هه نګاو د راپور په اساس، یوازې د جون په میاشت کې په ایران کې ۱۰۹ کسان اعدام شوي چې پنځه یې افغانان وو.
دا په داسې حال کې ده چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ایران حکومت غندلی چې له اعدام څخه د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلی.
هه نګاو وايي چې دغه افغانان دوه کاله مخکې د یو بل کس د وژنې په تور نیول شوي وو او د ایران محاکمو د عمدي قتل په تور په اعدام محکوم کړي وو.
له دې سره هممهاله یو ایرانی، امید رخشاني، هم په مشهد کې اعدام شوی دی.
هه نګاو وايي چې رخشاني هم د عمدي قتل په یوې بلې پېښې کې په اعدام محکوم شوی و.
د دغه راپور تر لیکلو پورې ایراني رسنیو او د دغه هېواد رسمي سرچېنو د دغو دریو کسانو د اعدام د خبر په اړه لا څه نه دي ویلي.
د امریکا غږ هم په مستقل ډول د هه نګاو راپور نه شي تایدولای.
دا په داسې حال کې ده چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د جولای په ۲۸مه د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې دا ډول اعدامونه غندلي وو او ویلي وو چې د ایران رژیم یې د سیاسي ځپنې په توګه کاروي.
دغه ویاند په ایران کې د ټولو سیاسي بندیانو د سملاسي پرېښودو غوښتنه کړې وه.
راپورونه وايي چې د ایران رژیم په دغه هېواد کې په وروستیو مظاهرو کې زرګونه کسان نیولي دي.
فورم \ دبحث خونه