د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د طب د فارغانو څخه ازموینه اخیستل کېږي؛ نجونې پکې نشته

ټاکل شوې چې په کابل کې د طب پوهنځي د فارغانو څخه د «اګزیټ» ازموینه واخیستل شي خو راپورونه وايي په دغې ازموینې کې نجونې نه شته.

د ازادۍ راډیو د باخبره سرچېنو په حواله راپور ورکړی دی چې د معالجوي طب ازموینه به نن جمعه (اکتوبر نهمه) اخیستل کېږي او د ستوماتولوژۍ او یا د غاښونو د طب ازموینه بله اونۍ اخیستل کېږي.

سیمه ایزو رسنیو هم د ملي ازموینو د ادارې د ویاند ناصر خان شیرزي په قول راپور ورکړی دی چې د ستوماتولوژۍ ازموینه بله اونۍ اخیستل کېږي.

لا مشخصه نه ده چې په دغو ازموینو کې به څومره فارغان برخه اخلي.

د طب پوهنځي د دویم کال محصلې فتانې ازادي راډیو ته ویلي دي چې طالبانو افغان نجونې له تعلیم، کار او ازموینو کې له ګډون څخه هم محرومې دي.

ملګري ملتونه تل دا خبره کوي چې په افغانستان کې د ښځینه ډاکټرانو او بشري چارو کې د میرمنو کموالي اړمنو ته د مرستو رسول ستونزمن کړي او د نجونو په زده کړو او کار بندیزونه به په اینده کې په دغه هېواد باندې منفي اغیر وکړي.

طالبان په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې بیا واکمن شول او وار له واره یې له شپږم ټولګیو ورپورته د نجونو زده کړې، کار او سیاسي مشارکت او نورو ټولنیزو خوځښتونو باندې بندیزونه او محدودیتونه ولګول.

د بشري حقونو نړیوالو ادارو دا بندیزونه غندلي او له طالبانو یې غوښتي دي چې لېرې یې کړي، خو طالبان ادعا کوي چې د افغان فرهنګ او «شرعیت» په اساس افغان نجونو او ښځو ته حقوق ورکوي.

په همدې حال کې تېره ورځ، یوناما وویل چې طالبانو په تېرو شاوخوا دریو میاشتو کې لږ تر لږه ۵۲ ښځې او نجونې په دې خاطر نیولې دي.

یوناما په اعلامیې کې ویلي: «دا ښځې د دې لپاره نیول شوي چې ټیکری یې په سر نه و، وېښته یې ښکاره کېدل، رنګه څادر یې اغوستی او یا یې سینګار کړی و او یا په دې خاطر چې له محرم پرته د باندې وتلې وې. دا ښځې له څو ساعتونو توقیف وروسته بېرته پرېښودل شوې دي.»

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر د دغو ټولو پېښو په اړه اندېښنه ښودلې ده او له واکمنو طالبانو څخه یې غوښتي دي چې د «ښځو او نجونو په وړاندې تبعیضي تګلارې بندې کړې، د ټولو افغانانو بشري حقونو او وقار ته درناوی وکړي» او د نړیوال بشري قانون ته په کتو دې د افغانستان مکلفیت ادا کړي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته ویلي دي چې طالبان په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره د «تر ټولو ځپونکي وضعیت مسئول» دي او «وحشیانه» کړنې یې غندي.

د وزارت د رسنیو د برخې یو مسئول امریکا غږ ته په یو استول شوي ایمیل کې ویلي چې متحده ایالتونه د افغانستان ښځو او نجونو د حقونو حمایت کوي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG