د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: طالبانو لسګونه ښځې او نجونې نیولې

تصویر د نیول شویو ښځو او نجونو نه دی. له ارشیف څخه اخیستل شوی.
تصویر د نیول شویو ښځو او نجونو نه دی. له ارشیف څخه اخیستل شوی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) پنجشنبه (اکتوبر نهمه) ویلي چې طالبانو په شاوخوا دریو میاشتو کې حد اقل ۵۲ ښځې او نجونې نیولې او توقیف کړي دي.

د یوناما په اعلامیې کې ویل شوي دي چې دا ښځې د جولای او سپتمبر په میاشتو کې په کابل او هرات کې نیول شوي دي.

په اعلامیې کې راغلي دي چې طالبانو دا ښځې او نجونې په دې تور نیولې دي چې ګنې د طالبانو د حجاب مقررات نه دي مراعت کړي.

اعلامیه وایي، "دا ښځې د دې لپاره نیول شوي چې ټیکری یې په سر نه و، وېښته یې ښکاره کېدل، رنګه څادر یې اغوستی او یا یې سینګار کړی و او یا په دې خاطر چې له محرم پرته د باندې وتلې وې. دا ښځې له څو ساعتونو توقیف وروسته بېرته پرېښودل شوې دي.»

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر د دغو ټولو پېښو په اړه اندېښنه ښودلې ده او له واکمنو طالبانو څخه یې غوښتي دي چې د «ښځو او نجونو په وړاندې تبعیضي تګلارې بندې کړې، د ټولو افغانانو بشري حقونو او وقار ته درناوی وکړي» او د نړیوال بشري قانون ته په کتو دې د افغانستان مکلفیت ادا کړي.

طالبانو د یوناما د دغه راپور په اړه لا څه نه دي ویلي.

یوناما همدغه راز ویلي دي چې طالبانو د ښځینه هټیوالو په ګډون یو شمېر نورو ښځو ته سپکې سپورې ویلې او ګواښلي یي هم دي.

یوناما وايي چې شاید د نیول شویو کسانو شمېر تر دې هم زیات وي، ځکه چې ډېرې پېښې نه ثبتېږي او په اړه یې راپور نه ورکول کېږي.

تر دې مخکې هم په هرات او کابل کې د طالبانو له لوري د یو شمېر ښځو د نیولو او توقیف خبرونه خپاره شوي وو.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان باندې واکمن شول او له هغه راهېسې یې په دغه هېواد کې تر شپږم ټولګیو ورپورته د نجونو او ښځو په زده کړو، د ښځو په کار، سیاسي مشارکت او نورو برخو کې بندیزونه او محدودیتونه ولګول.

د بشري حقونو ډلې دا د جنسیت په اساس له ښځو او نجونو سره تبعیض بولي او د لېرې کېدو غوښتنه یې کوي، خو طالبان وایي چې د «افغان فرهنګ او شرعیت» له مخې نجونو او ښځو ته حقوق ورکوي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته ویلي دي چې طالبان په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره د «تر ټولو ځپونکي وضعیت مسئول» دي او «وحشیانه» کړنې یې غندي.

د وزارت د رسنیو د برخې یو مسئول امریکا غږ ته په یو استول شوي ایمیل کې ویلي چې متحده ایالتونه د افغانستان ښځو او نجونو د حقونو حمایت کوي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG