د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د فلسطینیانو په سیمې کې د اسرائیل لخوا د کورونو جوړول 'جنګي جنایت' دی


عکس: په فلسطیني سیمو کې د یهودي ښارګوټو جوړول
عکس: په فلسطیني سیمو کې د یهودي ښارګوټو جوړول

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر جمعه مارچ اتمه (کب ۱۸) خبردرای ورکړی چې د فلسطینیانو په قبضه شویو سیمو کې د ناقلو یهودانو لپاره د کورونو جوړول "جنګي جنایت" بلل کیدی شي او د فلسطیني دولت هر ډول احتمال د خطر سره مخ کوي.

ولکر ترک په یو راپور کې چې د بشري حقونو شورا ته یې سپارلی، ویلي چې په قبضه شوې لویدیځه غاړه کې پداسې حال کې په غیر قانوني توګه د اسرائیل لخوا د ودانیو جوړیدل چټک شوي چې په غزې کې د حماس – اسرائیل تر منځ جګړه پرته له ځنډه روانه ده.

د ملګرو ملتونو دې جګپوړي چارواکي وویل چې د نویو کورونو جوړول پدې معنی چې اسرائیل غواړي خپل ملکي وګړي د فلسطین قبضه شویو سیمو ته ولیږدوي.

ښاغلي ترک د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته پخپل راپور کې ویلي چې پدې توګه د خلکو لیږدول "جنګي جنایت" بلل کیدی شي.

د راپورونو له مخې اسرائیل پلان لري چې د لویدیځې غاړي په دریو سیمو کې ۳۴۷۶ نوي کورونه ورغوي.

اسرائیل لویدیځه غاړه، ختیځ بیت المقدس او د غزې تړانګه په ۱۹۶۷ میلادي کال کې د عرب – اسرائیل تر جګړې وروسته قبضه کړلې او د نړیوال قانون له مخې د فلسطین پدې سیمو کې د اسرائیل لخوا د کورونو جوړول غیر قانوني دي.

د ملګرو ملتونو تر څنګ هسپانیې هم د جمعې په ورځ د اسرائیل پدې پلان انتقاد وکړ او د بهرنیو چارو وزارت یې په یوې اعلامیې کې د اسرائیل دا پلان په "سختو ټکو" غندلی دی او دا یې هم ویلي چې د کورونو جوړولو دا پلان د دوو بیلو دولتونو جوړیدو هلې ځلې کمزورې کوي او د سولې په مخکې خنډ پیدا کوي.

د نړیوالو مخالفتونو سره سره، اسرائیل پدې تیرو څو لسیزو کې په قبضه شوې لویدیځه غاړه کې د میشت کیدو لس ګونه کالونۍ جوړې کړي. داسې ویل کیږي چې اسرائیل په همدې سیمو کې څه باندې ۴۹۰ زره اسرائیلیان د نږدې ۳ ملیون فلسطینیانو سره ګډ میشت کړیدي.

د ملګرو ملتونو دا راپور داسې مهال خپریږي چې د متحده ایالاتو د بهرینو چارووزیر انټوني بلینکن هم ویلي و چې د اسرائیل لخوا د نورو کورونو جوړول د فلسطینیانو سره دوامداره سولې رسیدو لپاره غیر ګټور دي.

خو د ښاغلي بلینکن دې څرګندونو څخه یوازې دوه اوونۍ وروسته د اسرائیل حکومت د دې نویو کورونو د جوړیدو امر ورکړ.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر پخپل راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۲ کال د نومبر میاشتې لومړۍ څخه نیولې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر ۳۱ مې پورې اسرائیل په لویدیځه غاړه کې د ناقلو یهودانو لپاره ۲۴۳۰۰ نوي کورونه جوړ کړیدي.

دا د ۲۰۱۷ کال راپدیخوا چې ملګرو ملتونو د دې کورنو جوړیدو څارنه پیل کړي، لومړی ځل دی چې په بې سارې توګه دومره ډیرې ودانۍ په لویدیځه غاړه کې جوړ شوي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې همدرانګه ویلي چې اسرائیل په ختیځ بیت المقدس کې هم ۹۷۰۰ کورونه جوړ کړي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې دا هم ویل شوي چې د دولت تشدد او اسرائیلي ناقلینو له کبله پدې سیمو کې فلسطینیان اړ شوي چې خپل کورونه پریږدي. په راپور کې راغلي چې فلسطینیان په زور له کورونو ایستل کیږي، د ودانیو جوړولو لپاره ورته جوازونه نه ورکول کیږي، کورونه یې ړنګیږي او په ګرځیدو راګرځیدو یې محدودیتونه وضع شوي.

په ژنیو کې د اسرائیل سیاسي استازولۍ د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ دې راپور ته په غبرګون کې ویلي چې د هغو ۳۶ اسرائیلي ماشومانو او میرمنو یادونه پکې نده شوې چې په ۲۰۲۳ کال کې د "فلسطیني ترهګرۍ" کې وژل شوي.

د اسرائیل ماموریت ویلي چې بشري حقونه نړیوال دي خو بیا هم "اسرائیلي متضرر شوي له پامه غورځیدلي" دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG