د روسیې مقاماتو د چهارشنبې په ورځ اګست نهمه (زمري ۱۸) وویل چې پایتخت مسکو ته څېرمه په یوه فابریکه کې چاودنه شوې او لږ تر لږه ۵۲ کسان ټپیان شوي دي.
د چارواکو په وینا، چاودنه د کیف شمال ختیځ په ۵۵ کیلومترۍ کې د سرګییف پوساد ښار د بصري وسایلو جوړولو په یوه فابریکه کې شوې ده.
د مسکو د سیمې والي اندرې وروبیوف د روسیې ملي تلویزیون ته وویل: "تر اوسه ۵۲ کسان د درملنې درپاره لیږدول شوي. ځینو ته د چاودنې د څپې په وجه اختلالات پېښ شوي او ځینې نور سوځیدلي دي."
د روسیې په دولتي رسنیو کې خپره شوې یوه ویډیو ښيي چې له یوې ودانۍ د اور ستره لمبه پورته کیږي او زوروره چاودنه اورېدل کیږي چې د شاوخوا ځینو ودانیو کړکۍ ماتوي.
وروبيوف وويل، چې د چاودنې د لامل په اړه څه نه شي ويلاى، خو په اړه يې څېړنې روانې دي.
فورم \ دبحث خونه