د فلیپین په جنوب کې په دوه غبرګونو چاودنو کې چې یو یې ځانمرګی برید و، لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي.
په وژل شویو کې یې اوه عسکر، یو د پولیسو افسر او شپږ عام خلک شامل دي.
دا چاودنې د سولو په ښار کې شوي چې اکثریت اوسیدونکي ې مسلمانان دي.
پدې سیمه کې د ابو سیاف په نامه وسله واله ډله مرکزونه لري او حکومتي ځواکونه د پخوا راهیسي ورسره په جګړو اخته دي.
د پوځ یو ویاند ډګرمن کورلیتو وینولان ویلي چې په لومړۍ چاودنه کې چاودیدونکي مواد په یو موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي او د یو مارکیټ مخې ته وچول شول، خو کله چې پولیسو او پوځ سیمه کلابنده کړه، یوې میرمنې په ځآن پورې تړلي بمونه وچول.
عیني شاهدانو ویلي چې عسکرو کوښښ کاوه چې دغه میرمن ونیسي خو هغې د نیول کیدو نه وړاندې ځانمرګی وکړ.
په چاودنې کې ۲۱ عسکر او ۴۸ عام کسان ټپي شوي هم دي.