د لاس رسي وړ اتصالات

د اختر اوربند؛ کابل کې جومات کې چاودنه شوې او ۱۲ تنه وژل شوي


پولیس وايي چاودنه د جمعې د لمونځ د ادا کولو په مهال شوې ده.
پولیس وايي چاودنه د جمعې د لمونځ د ادا کولو په مهال شوې ده.

د کابل پولیس وايي چې چاودنه د شکردرې ولسوالۍ اړوند د قلعه مراد بیک په سیمه کې د "حاجي بخشي" په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز نن د مۍ ۱۴ (غوايي ۲۴) امریکا غږ ته وویل چې په چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا د جومات امام مفتي نعمان هم په وژل شویو کسانو کې شامل دی.

ښاغلي فرامرز زیاته کړه چې د پېښې ټول قربانیان ملکیان دي او د جمعې د لمونځ ادا کولو لپاره جومات ته ورغلي و. د کابل د پولیسو ویاند وویل چې دا لومړنۍ شمېرې دي او ښايي په پېښه کې د مرګ‌ژوبلې کچه له دې هم پورته شي.

هغه وویل چې امبولانسونه د چاودنې ځای ته رسېدلي او روغتون ته د ټپیانو د لېږدولو بهیر پیل شوی دی. تراوسه د چاودنې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي او د کابل پولیس وايي چې په اړه یې پلټنې روانې دي.

یو شمیر رسنیو ویلي چې چاودنه د جومات په محراب کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله شوې ده.

د چاودنې مسولیت تراوسه کوم چا یا ډلې نه دی منلی او طالبانو هم هم دا چاودنه غندلې ده او په کې یې خپل لاس لرل رد کړي‌دي.

پرون د کوچني اختر په لومړۍ ورځ په کندهار ولایت کې هم د ماین په دوو جلا چاودنو کې د ماشومانو په ګډون اوه ملکیان ووژل شول.

کابل او کندهار کې د ماین دا چاودنې په داسې حال کې شوي چې افغان حکومت او طالبانو د کوچني اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG