د لاس رسي وړ اتصالات

زابل او پروان کې چاودنې؛ ۱۴ ملکیان وژل شوي او ۳۷ ټپیان شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د کابل – کندهار پر لویه لار پر یو مسافر وړونکي بس د ماین په چاودنه کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۲۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه تیره شپه مۍ نهمه (غوايي ۱۹) د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ په «مسکان کمپ» سیمه کې شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ویلي چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

بلخوا ځايي چارواکي وايي چې مسافر وړونکی بس له کابل څخه کندهار ته د تګ په حال کې وو چې له پېښي سره مخ شوی.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال امریکا غږ ته وويل چې په پېښه کې د وژل شویو کسانو جسدونه د کلات مرکزي روغتون ته لېږدل شوي چي د ۹ تنو خپلوان يې ندي معلوم.

نوموړي زیاته کړه: "له بده مرغه د شهرصفا ولسوالۍ د پل سوخته په سیمه کې پر یوه ۴۰۴ مسافر وړونکي بس د سړک د غاړي ۲ ماینونو چاودنې کړي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه پکښې وژل شوي او ۲۵ تنه نور پکښي ټپیان شوي، ټپیان ټول د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او د وژل شویو کسانو جسدونه چې د ۹ تنو خپلوان يې ندي معلوم د کلات و روغتون ته انتقال شوي."

د زابل امنیه قوماندان مل پاسوال محمد ویس صمیمي وايي چې ماینونه د وسله والو طالبانو له لوري د کابل – کندهار پر لار تازه ځای پر ځای شوی وو.

صمیمي زیاته کړه: "د شپې ۱۲ بجې د کابل – کندهار پر لویه لار د وسله والو طالبانو لخوا وسایطو ضد ماین پر یوه ۴۰۴ مسافر وړونکD بس چاودنه کړې چې له پېښې سره سم مرسته کوونکي ټيمونه د پېښې ځای ته رسیدلي او ټپیان يې روغتون ته انتقال کړي."

بلي خواته په کندهار ولایت کې د میرویس حوزوي روغتون مسئولین وايي چې په ټپیانو کې د ځينو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د روغتون نوکریوال ډاکټران وايي چې د شپې تر ۳ بجو پوري د پېښې ټول ټپیان روغتون ته را رسول شوي چي د یو شمېر ټپي ماشومانو خپلوان هم ندي معلوم.

په کندهار کې د مسافر وړونکو بسانو اتحادیه وايي چې د میرویس نیکه ټرانسپورتي شرکت اړوند مسافر وړونکی بس له کابل څخه د کندهار پر لوري د تګ په حال کې وو چې د پېښې سره مخ شوی.

د نوموړي اتحاديې غړي حاجي اغا جان امریکا غږ ته وويل چې یاد بس له کابل څخه ماپښين مهال سفر پيل کړي وو چې تر ۹ ساعته منزل وروسته له پېښې سره مخ شوی.

ده وويل: "د ټرانسپورتي اتحاديې د معلوماتو له مخې یاد مسافر د کندهار په ګډون د اروزګان، هلمند، فراه او نیمروز ولایت اوسیدونکي ښودل کیږي چي پرون ماپښين يې له کابل څخه سفر را شروع کړی وو او تيره شپه څه باندي ۱۲ بجې د شهرصفا ولسوالۍ په فولاد ګي سیمه کې په یوه خامه لار کې پرې چاودنه شوې."

د کابل – کندهار لویه لار په هیواد کې یوه تر ټولو نا امنه لارو څخه بلل کیږي چې مسافر پرې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

پروان کې ماین چاودنې

د یو بل خبر له مخې، د پروان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې نن سهار د جبل‌السراج ولسوالۍ په پل مټک سیمه کې د مسافرو په یو کاسټر ډوله موټر د ماین چاودنه شوې ده.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالواسع رحیمي امریکا غږ ته وویل چې په دې چاودنه کې درې ملکیان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي رحیمي وویل چې په ټپیانو کې یوه ښځه هم شامله ده.

هغه زیاته کړه چې په موټر کې سپاره مسافر له کابل څخه بامیان ته تلل چې ورباندې د ماین چاودنه وشوه.

د ښاغلي رحیمي په وینا له دې چاودنې وروسته یو بل ماین هم په سیمه کې چاودنه کړې خو چاته په کې زیان نه دی رسېدلې.

خو پروان سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په دویمه چاودنه کې لږ تر لږه پنځه تنه ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي دي.

په زابل او پروان کې د دغو چاودنو مسولیت تراوسه کوم چا نه دی منلی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG