د لاس رسي وړ اتصالات

بادغیس کې د یو جومات مخته چاودنې یو تن وژلی ۱۳ کسان ټپيان دي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د یو جومات د دروازې مخته د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او ۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

دغه چاودنه نن جمعه فبروري ۱۱ (سلواغې ۲۲) د بادغیس مرکز کې د «قلعه نو» جومات ته نژدې شوې ده.

باختر دولتي خبري آژانس د یاد ولایت د سیمه ییزو چارواکو له قوله ویلي چې د دغه چاودنې زیات قربانیان ملکي وګړي دي چې د جمعې لمانځه ته تللي و.

ویل کیږي چې دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوې لمونځ کوونکو له جومات څخه د وتلو په حال کې و.

د بادغیس ولایت روغتیايي مسؤلین وايي چې د ټپیانو په ډله کې ماشومان هم شامل دي.هغوی د ځينو ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودلی او ویلي دي او دا مهاله په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

تر دا مهاله ددغه چاودنې مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی او طالب چارواکو هم تر دا مهاله د دغه چاودنې د هدف او نوعیت په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کیده چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په کابل او ځینو ولایتونو کې د ځینو چاودنو د مسؤلیت ادعا د داعش ـ خراسان څانګې کړې ده.

د تیر کال په اکتوبر میاشت کې په کندهار ولایت کې د افغان اهل تشیع پر جومات برید کې چې مسؤلیت یې داعش خراسان څانګی منلی و، ۶۰ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

په یوه بله ورته حمله کې په کندز ولایت کې هم د افغان اهل تشیع پر جومات برید کې ۴۶ لمونځ کوونکي ووژل شول او ۱۴۰ نور ټپیان شول.

د دغه برید مسؤلیت هم د داعش خراسان څانګې منلی و.

XS
SM
MD
LG