د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د هوايي دهلېزونو له لارې ۲۱ زره ټنه محصولات صادر کړي


د افغانستان حکومت وايي چې په وروستیو څلورو کلونو کې له افغانستان څخه څه باندې ۲۱ زره مټریک ټنه محصولات د هوايي دهلېزونو له لارې بهیر ته صادر شوي دي.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز یا جیمیک نن چهارشنبه جون دویمه (غبرګولې ۱۲) ویلي چې دغه محصولات د ګاونډیو هېوادونو، د سیمې هېوادونو او د اروپا او امریکا مارکېټونو ته رسېدلي دي.

جیمیک وايي: "صادر شوي محصولاتو په ۱۸۰۰ الوتنو کې لېږدول شوي چې پکې د افغانستان لوړ کیفیته وچه او تازه مېوه، زعفران، هینګ او نور طبي بوټي، غالۍ او لاسي صنایع شامل دي."

تمه کیږي چې په روان کال کې افغانستان په تخمیني ډول ۹۰۰۰ زره مټریک ټنه محصولات صادر کړي.
تمه کیږي چې په روان کال کې افغانستان په تخمیني ډول ۹۰۰۰ زره مټریک ټنه محصولات صادر کړي.

د حکومت د رسینو مرکز د معلوماتو پر بنسټ د ۲۰۲۱ کال تر اپرېل میاشتې پورې د دغو صادراتو ټول ارزښت ۴۶۰ میلیونو ډالرو ته رسیږي.

جیمیک زیاتوي چې په ۲۰۱۷ کال کې په ټولیزه توګه ۱۷۲۰ مټریک ټنه، په ۲۰۱۸ کې ۴۰۱۴ مټریک ټنه، په ۲۰۱۹ کې ۵۳۷۵ مټریک ټنه، په ۲۰۲۰ کې ۷۴۱۴ مټریک ټنه محصولات بهر ته د یادو دهلېزونو له لارې صادر شو‌ي دي.

دغه اداره وايي تمه کیږي چې په روان کال کې افغانستان په تخمیني ډول ۹۰۰۰ زره مټریک ټنه محصولات صادر کړي چې دغه کچه به د تېر کال د کچې په پرتله ۲۷ سلنه زیاته وي.

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره هوايي دهلېز په ۲۰۱۷ کال کې رامنځ ته شو.

XS
SM
MD
LG