د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار د انارو سږنی حاصل لس سلنه ډېر شوی ـ چارواکي


د افغانستان د کرنې او اوبو لګونې وزارت وايي چې په کندهار کې د انارو سږنی حاصل لس سلنه ډېر شوی دی.

د دغه وزارت په خبر پاڼې کې چې رسنیو ته استول شوې راغلي دي چې د کندهار پر نهه زره او ۵ سوه هکټاره ځمکې باندې د انارو بڼوڼه جوړ شوي چې د روان کال به ترې ۱۹۰ زره ټنه حاصل ترلاسه شي.

د افغانستان په کاپیسا او بلخ ولایتونو کې هم انار شته خو د کندهار د ارغستان او ارغنداب ولسوالیو بیا په نړېواله کچه نومیالي دي.

د کندهار انار
د کندهار انار

خو د کرنې وزارت په خبرپاڼې کې د انارو بڼوالو له قوله راغلي دي چې: "د انارو له حاصلاتو خوښ خو د مناسب بازار له نشتون څخه سر ټکوي."

بڼوالو زیاته کړې که چېرې دوی ته د بازار موندنې په برخې کې مرسته وشي د دوی عواید به څو برابره ډېره شي.

د افغانستان ډېرې وچې او لمدې مېوې په نړیواله کچه مینه وال لري خو نړېوالو ته د رسېدو لپاره د صادراتو او مارکېټ پیدا کولو دغه صنعت تل د ستونزو سره مخ و.

که څه هم د هوايي دهلیزونو له لارې له څو کلونو راهیسې د افغانستان صادرات ترسره کیږي خو دغه ډول صادرات د ګرانښت له امله لږ دي او نشي کولی د افغانستان ټولې مېوې د امریکا او اروپا بازارونو ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG