د لاس رسي وړ اتصالات

پر ناغېړیو اعتراف؛ د فېسبوک مشر له خلکو "بخښنه" وغوښته


د فیسبوک اجرائیوي مشر مارک زوکربرګ د سه شنبې په ورځ [اپریل ۱۰]د امریکا په کانګرس کې د سناتورانو لخوا استجواب شوی و او د خلکو د معلوماتو د ساتلو په کار کې یې د خپلو ناکامیو په هکله پوښتنو ته ځواب ورکړ.

له تمې سره سم، د کانګرس د غړو او د فیسبوک د مشر ترمنځ سخت سوال او ځواب شو، خو زوکربرګ هم د استجوابیه غونډې لپاره پوره چمتوالی درلود.

د امریکا دیموکرات سناتور، بېل نېلسن ټینګار وکړ چې "که فیسبوک او نورې آنلاین کمپنۍ نه غواړي چې پر محرمیت تیری ختم کړی نو موږ چې دلته په کانګرس کې یو، دا کار به وکړو."

زاکربرګ یې په ځواب کې پر خپلې ناغیړۍ اعتراف وکړ، زیاته کړه: "ما فیسبوک پیل کړ، زه یې چلوم او زه د هر هغه څه چې دلته پېښږي، مسؤل یم."

د امریکا د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو پر مهال د روسي عواملو لخوا په فېسبوک کې د پروپاګندا د خپرولو او د نورو شرکتونو لخوا له ۸۰ میلیونو څخه د زیاتو فیسبوک کارونکو د اطلاعاتو د راغونډولو او خرڅولو له امله زوکربرګ ډیر تر فشار لاندې ونیول شو خو دی پدې جریان کې آرام، معزور او صبور ښکارېدو او حتي کله کله یې شوخ طبیعتي هم کوله.

د ځېنو سناتوارنو په وینا راتلونګی ګام باید روڼتیا او د محرمیت د ساتلو په برخه کې د ټولنیزو رسنیو د کارونکو ډاډمنول وي.

پر ناغېړیو اعتراف؛ د فېسبوک مشر له خلکو "بخښنه" وغوښته
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:55 0:00

XS
SM
MD
LG