د لاس رسي وړ اتصالات

د ایکوادور ولسمشر د استیضاح له امله د هغه هېواد کانګرس منحل کړ


د کانګرس په منحلولو سره د اکوادو ولسمشر ګیرمو لاسو د ټاکنو ملي شورا (CNE) څخه وغوښتل چې نوي ټاکنې ترسره کړي
د کانګرس په منحلولو سره د اکوادو ولسمشر ګیرمو لاسو د ټاکنو ملي شورا (CNE) څخه وغوښتل چې نوي ټاکنې ترسره کړي

د اکوادور ولسمشر ګیرمو لاسو، چې د درغلیو د تورونو له امله یې د هغه هېواد په پارلمان کې د استیضاح بهیر روان دی، د چهارشنبه په ورځ د مې ۱۷مه (غوايي ۲۷) د هغه هېواد د مقننه قوې د منحلولو فرمان صادر کړ.

په دغه فرمان کې چې د محافظه کاره ولسمشر د دفتر لخوا په ناڅاپي ډول خپور شوی، ویل شوي چې ولسمشر ګیرمو لاسو د مخالف ‌ګوند (اپوزیسون) تر مشرۍ لاندې ملي شورا "د جدي سیاسي بحران او ملي ګډوډۍ له امله منحل کوي."

د کانګرس په منحلولو سره، ولسمشر لاسو د ټاکنو ملي شورا (CNE) څخه وغوښتل چې نوي ټاکنې ترسره کړي.

دا لومړی ځل دی چې په اکوادور کې یو ولسمشر مقننه قوه منحل کوي. تر دې وړاندې ، د هغه وخت ولسمشر پیډرو کاستیلو چې د فساد له تورونو سره مخ و، هڅه وکړه چې کانګرس منحل کړي، هغه په هماغه ورځ ونیول شو او اوس په زندان کې د بغاوت په تور محاکمې ته انتظار باسي.

د اکوادور د اساسي‌ قانون له مخې، د ولسمشر ددغه فرمان وروسته، د ټاکنو ملي شورا د یوې اوونۍ په ترڅ کې باید د ولسمشرۍ او پارلماني‌ ټاکنو لپاره چې اوسنې دوره یې په ۲۰۲۵م کال کې پای ته رسیږي، غوښتنه وکړي.‌

تر هغه چې د نوي پارلمان غړي لوړه وکړي د اکوادور اوسنې ولسمشر ، لاسو کولای شي‌ چې د یو فرمان په صادرولو او د هغه هېواد د سترې محکمې په تاییدې سره حکومت ته دوام ورکړي.‌

د سه شنبې په ورځ د مې ۱۶ (غوايي ۲۶) د اکوادور په پارلمان کې د اوسنې ولسمشر ګیرمو لاسو د استیضاح مسله په داسې حال تر څیړنې لاندې ونیول شوه چې د لاتینې امریکا په دغه هېواد د نشه یې توکو اړوند تاوتریخوالي او د توکو د بیسارې ګرانې له امله د خلکو قهر او غوسه ورځ‌ تر بلې زیاتیږي.‌

پر همدې ورځ اوسنې ولسمشر، پارلمان ته په وینا کې خپله "بشپړه بې ګناهۍ" اعلان کړه.

خو اکثریت کیڼ اړخي مخالفین په اوسنې ولسمشر تور لګوي چې نوموړی په دولتي شرکتونو کې د ادعا شوي درغلیوپه اړه پوهیږي، په کوم کې چې د هغه اوښی ډینیلو کاریرا او د نشه یې توکو یو سوداګر ښکیل دي.

په ورته وخت ولسمشر لاسو د چهارشنبې په ورځ په دولتي ټلویزیون کې د وینا پر مهال د پارلمان د منحل کولو په موخه د خپلې پریکړې دفاع وکړه.

نوموړي نويو ټاکنو ته په اشارې سره وویل: "دا یوه ډیموکراتیکه او دا اساسي قانون پر بنسټ شوې پریکړه ده، کوم چې د اکوادور خلکو ته بیرته د پریکړې کولو امکان ورکوي."

د چهارشنبې په سهار د ملي شورا ودانۍ او د جمهوری ریاست ماڼۍ دواړه د امنیتي ځواکونو تر کلکې څارنې لاندې وو.

د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره شوې ویډیو کې د وسله والو ځواکونو مشر جنرال نیکلسن پروانو ویلي، "وسله وال ځواکونه او ملي پولیس دواړه اساسي قانون ته بشپړ درناوی لري او د هغه ساتنې ته بشپړ ژمن دي."

د اکوادور ولسمشر ښايي د کانګرس په منحلولو سره د هغه د استیضاح مخه ونیسي، خو بلخوا کارپوهان وايي چې دا احتمال لري چې دغه کار (کانګرس منحلول) د کیڼ اړخي اپوزیسیون او د دوی جلاوطنه مشر رافیل کوریا چې د ۲۰۰۷څخه تر ۲۰۱۷م کال پوري ددغه هېواد ولسمشر وو، په ګټه تمامه شي. نوموړي هم د درغلیو له امله په اتو کالو بند محکوم شوې و، خو د بندیتوب څخه مخکې بلجیم ته وتښتیده.

XS
SM
MD
LG