د لاس رسي وړ اتصالات

کرام‌الدین کریم د تل لپاره د فوټبال اړوند فعالیتونو منع شو


د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی رئیس کرام‌الدین کریم
د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی رئیس کرام‌الدین کریم

د فوټبال نړیوال فدراسیون د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی رئیس د تل لپاره د فوټبال اړوند ټولو فعالیتونو څخه منع کړی دی.

د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د رئیس په توگه د کرام‌الدین کریم دنده پدې وروستیو کې د افغانستان د ښځو د فوټبال د ټیم د یو شمیر غړو په وړاندې د جنسي زورنې په اړه د تورونو په نتیجه کې ځنډول شوې وه.

د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي ټیم لږ تر لږه پنځو تنو پخوانیو غړو په ښاغلی کریم د ٢٠١٣ او ٢٠١٨ کلونو ترمنځ د جنسي بدرفتارۍ ادعاوې کړې وې

د افغانستان لوی څارنوالۍ او د فوټبال نړیوال فدراسیون په تیرو میاشتو کې ددغو ادعاو په هکله پلټنې کړې دي.

خو د فوټبال نړیوال فدراسیون د شنبې په ورځ (غبرگولي ١٨) اعلان وکړ چې ښاغلی کریم ددې فدراسیون د اخلاقي مقرراتو ٢٣ او ٢٥ مادې د خپل کاري موقف نه په ناوړه استفادې ماتې کړې دي.

دغه فدراسیون د فوټبال اړوند فعالیتونو څخه د ښاغلي کریم له منع کولو سربیره هغه څه دپاسه یو میلیون امریکایي ډالر نقدي جریمه کړی هم دی.

ښاغلي کریم دمخه تر دې د جنسي زورنې تورونه رد کړي وو. خو د افغاسنتان لوی څارنوالۍ د خپلو پلټنو تر پایه د ښاغلي کریم په گډون د افغانستان د فوټبال فدراسیون لوړپوړي مقامات ممنوع الخروج اعلان کړي دي.

XS
SM
MD
LG