د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کي د پوليو له پروګرام څخه د کورنیو ملاتړ


Polio Paktika
Polio Paktika

د پوليو پرضد د مبارزې روغتیايي مسئولین وايې چې په کندهار کې به ټولټال یو سلو شپږ ويشت زره نویو زیږدلو ماشومانو ته روغتیايي کیټونه ورسول شي.

په هر روغتیايي کیټ کې تودې جامې، شړۍ او د ماشوم د حفظ الصحې لپاره ځيني نور توکي شامل دي.

په جنوبي ولایتونو کې د پوليو پرضد د مبارزې د حوزوي مرکز مشر ډاکتر عبدالقیوم پخلا امریکا غږ ته وويل چې د پوليو د پروګرام د ښه تطبیق په برخه کې دا پروګرام ځانګړی اغېز لري.

ډاکتر پخلا زیاته کړه چې: « ... موږ د دریو میاشو پورې عمر لرونکو ماشومانو او هغه میندی چي حمل يې ۸ میاشتنی وي ورته دغه تشویقي مواد ورکوو. موږ تل ويلي چي پوليو پروګرام یوازي دوه څاڅکي واکسین ندی بلکي د ډيرو نورو خدمتونو وړاندي کول دي چي دايې یوه برخه ده ».

دغه راز سیمه ییز اوسیدونکې هم وايې چې د روغتیايي اسانتیاوو پراختیا د پوليو له پروګرام سره ټولنه مرستې ته هڅوي.

د کندهار ښار د لويې ويالې د سیمي اوسیدونکې وايې چې نویو زیږیدلو ماشومانو ته د روغتیايي مرستو د کیټونو وېش پدې برخه کې یو اغېزمن ګام دی.

د سیمي اوسیدونکی حاجي نورمحمد وويل: «زموږ په سیمه کې ټول خلګ د واکسین سره همکار دي ځکه موږ ته د یني عالمانو ويلي چي واکسین ډير مهم دی او د ماشومانو روغتیا ساتي ».

په جنوبي ولایتونو کې لاهم د نا امنیو او ځینو نورو عواملو په وجه تر یو ميلیون زیات ماشومان د پوليو له واکسین څخه محروم پاته دي.

خو ځايي اوسیدونکې وايې چې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ په اړه يې تر پخوا پوهه زیاته شوي او اوس ګڼي کورنۍ د خپلو ماشومانو وقايې ته پام کوي.

محمد ګل وايې چې زما غوښتنه داده چې دا (پولیو واکسین) یو بې ضرره شی دی او موږ چي څومره د عالمانو سره مشورې کړي هغوی راته ويلي چي دا د ګوزڼ د مرض وقایه ده او ډير ګټور دی.

روان میلادي کال کې د جنوب په دو ولایتونو زابل او هلمند د ماشومانو د ګوزڼ ۲ مثبتي پېښي ثبت شوي چي یوه يې د زابل په مېزانه او دوهمه يې د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې ده.

یادي دواړه ولسوالۍ تر ډيره پوري نا امني سیمي بلل کیږي چي کور په کور د ماشومانو د واکسین پروګرام له تیر کال راهیسې پکښي ندی عملی شوی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG