د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د فقر زیاتوالي له کبله اسیایي هېوادونو کې خلک کافي خواړه نلري


ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ جنوري ۲۴ (سلواغې څلورمه) دپه یو راپور کې ویلي چې د غذا د عدم خوندیتوب، د قیمتونو لوړیدل او د بیوزلۍ زیاتوالی ددې لامل شوي چې په اسیا کې په زیاتیدونکي شکل خلک کافي خواړه ونلري.

راپور وایي په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د اسیا په سویل کې کابو نیم میلیارد کسان یا له هرو لسو څخه څه باندې اته تنه لوږې سره مخامخ وو او څه باندې یو میلیارد نور د خوړو د متوسط او یا شدید کموالي سره مخامخ وو.

په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو په واکمنیدو او د ړنګیدو پولې ته د افغانستان د اقتصاد په نږدې کیدو سره ۷۰ سلنه افغانان د خوراکي توکو له متوسط او شدید کموالي سره مخامخ دي.

راپور وایي د افغانستان د جمهوري نظام تر ړنګیدو وروسته، میلیونونه کسان د بیوزلۍ په طرف ولاړل ځکه نړیوالې مرستې بندې شوې.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د راپور لیکوال سريدار دارماپوري د وضعیت د بیانولو پرمهال وویل:" بیوزلي او د فقر زیاتوالی به یوځای سره په مخ ځي."

دغه راپور چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او د یاد سازمان د نورو اداراتو له خوا چمتو شوی، زیاته کړې چې په نړۍ کې د خوارکي توکو ناامني څه باندې ۲۹ سلنې ته لوړه شوې په داسې حال کې چې دا رقم په ۲۰۱۴ میلادي کال کې ۲۱ سلنه وو.

په راپور کې زیاته شوې چې کویډ ۱۹ په پراخ ډول د وظایفو د له منځه تلو او ځنډیدو او د اوکراین جګړه د انرژۍ، خوراکي توکو او سرې د قیمتونو د لوړیدو لامل شوې ده چې له امله یې میلیونونه خلک له مشکلاتو سره مخ شوي‌ دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د خوراکي توکو د قیمت شاخص په تیلو څو کلونو کې د لوړیدو په حال کې دی چې د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې لوړ حد ته ورسید. خو دغه شاخص د کال په وروستیو کې د یو شمیر توکو د قیمت له ټیټیدو سره یوڅه راښکته شو خو اوس هم د ۲۰۲۰ کال په پرتله ۲۸ سلنه لوړ دی.

د آسیا پسفیک سیمه په کال کې د کابو ۲ تریلیون ډالرو په ارزښت خوراکي توکو واردوي. خو د وریجو، غنمو او غوړیو په شان د توکو په بیه کې زیاتوالي بیوزلي خلک سخت زیانمن کړي دي.

په راپور کې ویل شوي په آسیا کې کابو دوه میلیارده کسان یا تقریفا ددې سیمې ۴۵ سلنه نفوس ځان ته صحي غذایي پروګرام نشي جوړولی چې دا په بدن کې د وینې د کمیدو، اضافه وزن اخیستلو او لوږې سره مرسته کوي.

ددې خبر په جوړیدو کې د اسوشیټد پرس له موادو کار اخیستل شوی

XS
SM
MD
LG