د لاس رسي وړ اتصالات

سره صلیب: د نړیوالو له حمایت پرته به افغانستان کې وضعیت نور هم خراب شي


په افغانستان کې د روان اقتصادي بحران په اړه د نړیوالو خیریه بنسټونو د اندېښنو ښودلو سره هم مهاله د سره صلیب نړیوالې ادارې هم د اندېښنې په ښودلو سره بیوزلي د افغانانو لپاره یو جدي ګواښ بللی دی.

دغې ادارې د دوشنبې په ورځ اکتوبر درېیمه (تلې ۱۱) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغه هیواد کې لسګونو زره خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي دي.

یاد بنسټ زیاته کړې: "بیوزلي د افغانانو لپاره یو جدي ګواښ دی. د نړیوالو له حمایت پرته به وضعیت نور هم خراب شي.‌ لسګونو زره خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړي او د ژوندي پاتې کیدو لپاره هڅه کوي."

خو دغه بنسټ په افغانستان کې د وضعیت د لا خرابیدو مخنیوي لپاره پر لا زیاتې پانګونې ټینګار کړی دی.

د ډبلیو اف پي مرستې

پر همدې مهال په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) هم ویلي چې په تېر کال په دغه هیواد کې دندې او عایدات له منځه تللي او د خوراکي موادو د بیو لوړېدو ترڅنګ خلک قرضدار شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام روانه میاشت ویلي وو چې په راروان ژمي کې په افغانستان کې د اړمنو کورنیو سره د مرستې رسونې لپاره ۱.۱میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري.

د تیر یو کال راپدېخوا پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې د مرستو کمېدو، د افغانستان د پانګې کنګل کېدو او بېکارۍ کچې لوړېدو د دغه هیواد د اقتصادي بحران پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان یا (IOM) ویلي و چې د افغانستان تر نیمايي زیات وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال تر اګست وروسته د دغه هیواد ټول وګړي له فقر او بېوزلۍ سره مخ شوي او په خبره یې افغانستان د سیستماتیک پاشل کېدو له ګواښ سره مخ شوی دی.

له افغانستان بانک سره د نړیوالې ټولنې د نغدي بشري مرستو دوام

بلخوا د افغانستان بانک وايي، له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې د نغدي بشري مرستو په دوام نن دوشنبه د ۴۰ میلیون امریکايي ډالرو بله کڅوړه کابل ته ورسېده.

یاد بانک یو ځل بیا له اصولي لارو افغانستان ته د اسعارو د راتګ د هر کلي ترڅنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره کړي.

د افغانستان بانک همدارنګه له ټولو نړیوالو بانکي بنسټونو سره د اصولو له مخې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG