د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: بادغیس کې مو د پستې ۱.۵ میلیون نیالګي ايښي دي


د افغانستان د نورو ولایتونو پرتله ددغه هیواد د هرات او بادغیس په ولایتونو کې ډپستې ستر ځنګلونه شته دی.
د افغانستان د نورو ولایتونو پرتله ددغه هیواد د هرات او بادغیس په ولایتونو کې ډپستې ستر ځنګلونه شته دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼې ادارې (FAO) په افغانستان کې د پستې د ځنګلونو د ساتنې او بیا رغونې د هڅو په اړه په یو راپور کې ویلي چې د یو شمیر نړیوالو ادارو په ملاتړ یې د ۲۰۲۱ کال راهیسې د بادغیس په ولایت کې پر ۳۱۰۰ هکتاره ځمکه باندې د پستې نوي نیالګې کښینولي دي.

دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۳۰ (سلواغې ۱۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو راپور کې ویلي چې ددې سربیره یې په افغانستان کې د پخوانیو ونو د خوندیوب او پر ۳۷ زره هکتاره ځمکه باندې د بوټو شنه کیدو او د نوو ستراتیژیو په کارولو سره یې د څړ ځایونو او د ایکو سیستمونو د بیا ټوکیدو او معیشت په برخه کې مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼې ادارې ویلي: "یو وخت افغانستان د ۴۵۰ زرو څخه پر زیاته ځمکه باندې د پستې وینې لرلې، خو جګړې ، بې وزلۍ او د پستې ونو په زیاته کچه استحصال، په غیر دوامدار ډول حاصلات او په ډیر محدود ډول د بیا رغونې او بیرته احیا کولو په برخه کې د نوښتونو نشتون په هیواد کې په پراخه کچه د پستې د ځنګلونو له منځه تللو سبب شوی دی".

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼې اداره (FAO) په دې راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د پستې د ځنګلونو له منځه تللو په برخه کې ترټولو لویه ستونزه ددغه هیواد په شمال لویدیځ د بادغیس په ولایت کې چې په کې ترټولو زیات د پستې پر ځنګلونو تمرکز شته رامنځ ته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼې ادارې ویلي چې دغې ادارې د نړیوال چاپیریال د اسانتیا (GEF) په ملاتړ د ځنګلونو د مدیریت سازمان (FMAs) او د نیالګیو د ایښودلو د سازمان (RMA) په ملتیا یې د بادغیس په ولایت کې په ځنګلونو کې د پستې د زرو کلنو زړو ونو د احیا کیدو او بیرته ټوکیدو لپاره هڅې کړي دي.

د ځنګلونو د مدیریت ټولنه (FMA) د ونو بې ځایه پرې کولو پر وړاندې د ځنګل د زرو کلنو زړې اونو ساتنه کوي په داسې حال کې چې په مصنوعي ډول په ځمکه کې د ونو تخم بیرته کري او د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کلنو ترمنځ یې په ۳۱‍۰۰ هکتاره ځمکه باندې ۱.۵ میلیونه د پستې نیالګې ایښي دي، ترڅو د بیرته کرل شوې ساحې ساتنه وشي. سیمه د څارویو د څر څخه هم ساتل شوې ده".

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼې ادارې ویلي چې ددې سربیره یې په دې برخه کې په کلیوالو سیمو کې د خلکو د پوهاوي د کچې د لوړیدو لپاره هم پروګرامونه پلي کړي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼې اداره وايي چې په کومو سیمو کې چې د پستې نیالګي او تخم یې کرلی دی، هغه سیمې یې خوندي کړي دي. همداشان دغې ادارې ویلي ددې لپاره چې کورنۍ د پستې د ځنګلونو ونې د سون لپاره ونه کاروي په کورونو کې د لمر د انرژۍ څخه د کار اخیستلو امکانات هم برابر کړي دي.

په افغانستان کې د بې وزلي، بیکاري او د معیشت د امکاناتو د نشتون په ګډون د یو لړ عواملو له امله د بادغیس ولایت په ګډون د پستې د ځنګلونو سره نږدې په پرتو کلیوالو سیمو کې میشت اکثره اوسیدونکي هر کال د پستې د فصل د رسیدو وړاندې په غیر منظم ډول د پستې د ټولولو هڅې کوي چې ورسره د پستې بوټو او ونو څانګې هم پرې کیږي او ورته زیان رسیږي.

پسته د افغانستان په وچو میوو کې یوه د هغو میوو په ډله کې شامله ده چې په زیاته اندازه بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول د سیمې هیوادونو ته صادریږي.

د بادغیس ولایت ترڅنګ د هرات ولایت کې هم د پستې ستر ځنګلونه شته دی. د رپوټونو له مخې د هرات په کشک کهنه او ګلران ولسوالیو کې شاوخوا دولس زره هکټاره ځمکه باندې د پستې ونې ولاړې دي. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې افغانستان په نړۍ کې د پستې پنځم تولیدونکی هېواد دی چې ډېره برخه یې بهرنیو هېوادونو ته صادریږي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، محمد یونس قاضي زاده د روان لمریز ۱۴۰۳ کال د زمري په لومړۍ اونۍ کې په دې اړه سیمه ییزو رسنیو ته ویلي وو چې تېر کال د پستې صادرات ښه وو او له دغه ولایت څخه د شاوخوا ۲ میلیونه او ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت ۲۳۱ ټنه پسته متحده عربي اماراتو، عمان، ترکیې او اروپا ته صادره شوې وه.

تېر کال هرات کې له څلور زرو ټنو څخه زیاته پسته راټوله شوې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG